د لاس رسي وړ اتصالات

انضمام: د افغانستان د کرکټ راتلونکی روښانه دی


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجه کې د زمبابوې د ملي ټیم سره د کرکټ پینځه یو ورځنیو او دوه شل اوریز سیالیو په لړ کې خپل لومړۍ سیالي په نهه څلویښت منډو وگټله،په دې بري کې زیاته برخه د توپ اچونکو وه او د افغانستان د ټیم توپ وهنه بیا د مشکلاتو سره مخ ولیدل شو.حالانکې د افغانستان د کرکټ ټیم د توپ وهنې دپاره د پاکستان مشهور توپ وهونکی انضمام الحق د کوچ یا روزونکي په توگه له ځانه سره لري.

انضمام الحق شارجه کې د لوبغاړو سره تمرین په وخت
انضمام الحق شارجه کې د لوبغاړو سره تمرین په وخت

کله مو چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د روزونکي انضمام الحق نه د زمبابوې سره د لومړۍ سیالۍ په جریان کې د توپ وهنې د ناکامۍ د سسبب پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې زه په دغه ورځ د افغانستان توپ وهنې ته یو څه اندیښمن شوم، ځکه چې موږ باید دوه سوه دیرش یا دوه سوه پنځوس منډې باید کړی وی،خو ونشوې،خو بیا هم زموږ توپ اچونکو زمبابوې پرنښوده چې ١٣٢ منډې هم وکړي. توپ وهنې ته باید اینده کې پام وشي.

د انضمام الحق نه پوښتنه وشوه چې تاسو چې تر اوسه څومره وخت د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره تېر کړیدی، نو څه مو پکې خوښ شول. نو هغه وویل« د افغانستان ټیم وړتیا ښه ډیره لري،خو ضرورت د دې خبرې دی چې زیات نه زیات د نړیوالو ټیمونو سره ورته سیالۍ برابرې شي ، ترڅو د دوي لوبه پخه شي او تجربه ېې زیاته شي.

انضمام الحق وايي چې افغانستان د کرکټ ملي ټیم په توپ اچونه او توپ نیونه که ښه مهارت لري خو زیات کار کومه برخه کې پکار دی هغه د لوبغاړوي بدني او فزیکي وده او وړتیا ده. فټنیس ېې ډېر مهم دی. هغه وايي چې ترڅو زموږ د لوبغاړي فزیکي وړتیا په نړیواله سویه برابر نشي نو نور برخو کې هم مخکې تگ مشکل وي. نو لوبغاړي باید تکړه،مستعده او په مټ اوسټه قوي وي.

انضمام هیله مند دی چې زر به یو پیاوړی افغان کرکټ ټیم تیار شي
انضمام هیله مند دی چې زر به یو پیاوړی افغان کرکټ ټیم تیار شي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکی انضمام الحق وايي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو په افغان لوبغاړو کې کوم احساس او جذبه ډېره وینئ .نو هغه وویل چې د گټلو جذبه. هر لوبغاړی او ټول ټیم په شریکه د بري په فکر میدان ته ووځي. انضمام وايي چې دوي د ډېر سخت مزل نه پس دې نړیوال میدان ته رسیدلي. نو نه غواړي چې بیرته شاته لاړ شي، نو دغه د بري د فکر سره مقابلې ته وتل د افغان ټیم د ټولو نه ستر سرمایه ده.

انضمام الحق نه د نوو ځوان لوبغاړو د وړتیا په اړه پوښتنه وشوه چې تجربه لرونکي لوبغاړي خو وخت په وخت خپل وړتیا ښيي ،د ځوان لوبغاړو د جملې نه ستاسو په نظر څوک ښه اینده لري. نو هغه وویل چې افغانستان کې د مشر او کشر لوبغاړي خبره لا مطرح نه ده،دوي تر اوسه دومره زیات کرکټ نه دی کړی .کله چې د اولې درجې ټیمونو کې شامل شي،د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب واخلي، زیاتې سیالۍ ولري نو بیا به د سنیر او جونیر خبره وي. خو کوم لوبغاړي چې اوس ما سره دلته دي توپ اچوونکو کې نواز خان،یامین احمدزی ،د نولس کلن ټیم لوبغاړو نه راشد ارمان او نور هم ټکره لوبغاړي دي.نو انشالله راتلونکو اتو نهو میاشتو کې به تاسو وگورئ چې افغانستان د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو یو ښه ترکیب جوړ شي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دا وخت د توپ وهنې دپاره د پاکستان نه انضمام الحق او د توپ اچونې دپاره د هند نه د منوج پربهاکر غوندې مشهور لوبغاړي د روزونکو په توگه گمارلي دي. ښاغلي برپهاکر په یو مرکه کې ویلي وو چې دی به د انضمام سره په شریک د افغانستان د کرکټ ټیم په وده کې مرسته کوي. ښاغلي انضمام الحق هم د هندوستاني لوبغاړي منوج پربهاکر سره د افغان ټیم په روزنه کې د بهترۍ یادونه وکړه .هغه وویل چې زموږ د ټولو شریک مقصد د افغانستان د کرکټ ټیم پرمختگ دی.

افغان لوبغاړي د بري د جذبې سره سیالۍ ته ووځي
افغان لوبغاړي د بري د جذبې سره سیالۍ ته ووځي

انضمام الحق چې پخپله وخت کې د پاکستان مشهور لوبغاړی او کپتان و،هغه وايي چې زه د افغانستان د ځوانانو ته دا وایم چې زه دوه خبرې ورته لرم یو دا چې کرکټ دې پوره توجو سره کوي، خو یوازې کرکټ دې نه کوي بلکې خپل صحت ته دې هم پاک موي. دوي چې د کرکټ سره مینه لري نو نو ځان سره هم دې مینه وکړي او د خپل صحت خیال دې ساتي .ښه لوبغاړی باید چې ښه صحت ولري یو صحت مند افغان ځوان د ټولنې او کرکټ دواړو دپاره گټور وي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG