د لاس رسي وړ اتصالات

نوی عیسوي کال په اندیښنو او جشنونو پیل شو


د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې نن د نوي کال ورځ لمانځل کیږي. خلک نوی عیسوي کال 2016 پداسې حال کې په اور لوبو ، میلمستیاوو او جشنونو لمانځي چې د تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي.

په ځینو ځایونو کې غټ مراسم د احتمالي بریدونو د پیښیدو له وجې لغوه شویدي.

په مسکو کې چارواکو سره څلورلارې چې یو تاریخي ځای دی ، بند کړی. سره لدې چې چارواکو تر اوسه په رسمي ډول نده تائید کړه خو داسې آوازې شته چې وایي دغه څلور لارې د تروریستي بریدونو د اندیښنو په خاطر بنده شویده.

د دوبۍ د برج خلیفه په هوټل کې چې د نړۍ تر ټولو جګه ودانۍ ده، پرون پداسې حال کې اور ولګیده چې سل ګونه زره خلک د نوي کال د مراسمو لپاره راټول شوي و.

د اور لګیدنې پر وخت د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي خو تر اوسه د چاودنو علت معلوم شوی ندی.

د دوبۍ مطبوعات وایي چې پدې پیښې کې یوازې څوارالس تنه ژوبل شوي او یو تن د زړه سکته کړیده.

په همدې حال کې د اندونیزیا په پایتخت جاکارتا کې پولیس وروسته تر هغه د تیارسۍ په حال کې شول چې د نوي کال د جشن د لمانځلو پر وخت د یوه تروریستي برید پلان افشا شو.

د جرمني د مونشن په ښار کې پولیسو د خلکو نه غوښتي دي چې د ښار د اورګاډو عمومي سټیشن ته دې نږدي نه راځي ځکه پولیس وایي د یوه جدي احتمالي برید خطر موجود دی.

د مونشن پولیسو په فیس بوک کې لیکلي چې " د جدي معلوماتو له مخې نن شپه به برید وشي. "

د بلجیم د برسلز په ښار کې بیا د امنیتي اندیښنو له وجې د نوي کال په مناسبت د اورلوبو جشن لغوه شو. د ښار والي یوان مایور وویل”دې امکان نه درلود چې په جشن کې په زرګونه برخه اخیستونکي په انفرادي توګه تالاشي شوی وای. “ ښاروال وایي”بهتره دا ده چې د جشن نه صرف نظر شو

د فرانسې په یوې عمومي څلور لارې کې هم د اور لوبو پروګرام لغوه شو خو چارواکي وایي چې یوه ویډیو به د آرک ډي ټرایمف په سیمې کې نندارې ته وړاندې شي. د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د نوي کال په مناسبت پخپل پیغام کې وویل”د تروریزم نه لا خلاص نه یو او په لوړه کچه ګواښ لا هم شته دی. “

ښاغلي هولاند پخپلو خبرو کې وویل " سږنی کال زمونږ لپاره ډیر ناوړه و. "

جمهور رئیس هولاند وویل " خطر لا هم موجود دی او مونږ وخت ناوخته د تروریستانو بریدونه شنډوو."

د ترکیې په پایتخت انقرې کې هم پولیسو د همدې تیرې چارشنبې په ورځ دوه تنه ونیول چې شک کیږي د اسلامي دولت یا داعش د ډلې غړي به وي. داسې ګمان کیږي چې هغوي په انقرې کې د نوي کال د جشن په مراسمو د بردیونو پلان درلود.

په همدې کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار د ټایمز څلور لارې کې د 2016 کال توپ او زنګونه وهل کیږي. په همدې خاطر د ښار په ټولو سیمو کې ټینګ امنیتی تدابیر نیول شویدي. په زرګونه پولیس چې ټوپک او د ماینونو او چاودیدونکو موادو کشف کوونکي سپي ورسره دي، په دندې ګمارل شوي. ښایي چې پدې مراسمو کې شاوخوا یو میلیون کسان برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG