د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د زمبابوې نه د کرکټ بل جام هم وگټه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیواله کچه لسم مقام خپل کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیواله کچه لسم مقام خپل کړ

افغانستان او د زمبابوې ترمنځ د کرکټ د پنځو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ سیالي په شارجه کې د افغان لوبغاړي گلبدین نایب په زړه پورې لوبې د افغانستان په گټه پای ته ورسیده.

گلبدین نایب د افغانستان ټیم نه یوازې د مشکل نه وویست بلکې د بري تر منزله یې ورساوه.

افغانستان او د زمبابوې ترمنځ د کرکټ لوبغاړو ترمنځ د پینځو یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې زمبابوې افغانستان ته د ٢۴٩ منډو هدف ورکړ چې دغه هدف افغانستان په اخري اوور کې د نهو لوبغاړو په سوزیدو په حیرانونکي توگه پوره کړل.

گلبدین نایب د ورورستۍ لوبې اتل
گلبدین نایب د ورورستۍ لوبې اتل

افغانستان لخوا گلبدین نایب هغه وخت میدان ته راووت چې شپږ پینځه مهم لوبغاړي سوزیدلي وو او د یو نیم سل نه زیاتې منډې لا پاتې وې. خو گلبدین نایب د خپلې غوره لوبې په کولو دغه لوبه د زمبابوې د لاس نه وویسته او افغانستان ته ېې وگټله.

د لوبې په گټلو سره افغانستان نه یوازې د زمبابوې غوندې د اولې درجې ټیم ته د کرکټ په پرله پسې دوه سفرونو یا سیریز کې ماتې ورکړه بلکې د کرکټ په نړیوالې درجه بندۍ کې ېې لسم مقام هم وگټه.

د پنیځو سیالیو غوره لوبغاړی د افغانستان شهزاد محمدي شو .

افغانستان به د زمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو دوه نورې لوبې هم لري.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG