د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه محاصره شویو کلیو ته د موادو د رسیدو اجازه ورکوي


په محاصره شویو کلیو کې لس ګونه زره خلک ژوند کوي چې ګڼ شمیر کسان پکې لوږې مړه کړیدي

د سوریې حکومت د بشري مرستو ادارو ته اجازه ورکړې چې هغو دریو کلیو ته خوراکي او نور مرستندویه مواد ورسوي چې خلک پکې لوږې مړه کړیدي.

د بې سرحده ډاکټرانو اداره وایي چې درویشت تنه په یوه روغتیاي مرکز کې چې دغه اداره ورسره مرستې کوي، ولږې مړه کړیدي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو تنظیم کوونکی یعقوب ال هیلو وایي چې په راتلونکو څو ورځو کې به هغو دریو کلیو ته د مرستو مواد ورسیږي چې د سوریې په شمال کې پراته دی او د زیاتې موادې راهیسې کلا بند دي.

دوه کلي چې فوعه او کفرایه نومیږي د سوریې په شمال کې موقعیت لري او اوسیدونکي یې شعیه ګان دي. دغه دواړه کلي د یو کال نه زیات وخت کیږي چې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا محاصره دي. دریم کلی بیا مضایه نومیږي او د لبنان سره سرحد ته نږدې پروت دی. دا کلي د پروسږکال د جولای د میاشتې راهیسې حکومتي ځواکونو کلابند کړی.

فعالین وایي چې د شعیه ګانو په کليو کې تقریباً دیرش زره خلک ژوند کوي او پدې تیرو څو اونیو کې ګڼ شمیر کسان د لوږې د لاسه مړه شویدي.

د ملګرو ملتونو د مرستو تنظیم کوونکی وایي چې د مضایه په کلې دوه څلویښت زره خلک ژوند کوي چې خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري.

په سوریه کې د 2011 کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پیل شوه، تر اوسه پکې دوه لکه او پنځوس زره کسان وژل شوي او د یو میلیون نه زیات ژوبل شویدي.

XS
SM
MD
LG