د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ


افغانستان نن په شارجه کې د کرکټ په دویمه شل اوریزه سیالۍ کې په یو اتیا منډو ماتې ورکړه. دا دویم ځل دی چې افغانستان زمبابوې ته د کرکټ په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې پرله پسې ماتې ورکوي. دې نه وړاندې افغانستان په زمبابوې کې په همداسې پینځو یو ورځنیو سیالیو کې د دوه په مقابل کې په دریو او په شل اوریزو سیالیو کې د صفر په مقابل کې په دوه سیالیو ماتې ورکړې وه.

دا د کرکټ په تاریخ کې اول ځل دی چې افغانستان چې د کرکټ د دویمې درجې هیواد دی ،د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړي هیواد زمبابوې ته د کرکټ په اصطلاح سیریز سیالیو کې ماتې ورکوي. دې بریایو سره افغانستان د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې لسم مقام او شل اوریزو سیالیو کې تر دې دمه نهم مقام ته رسیدلی.

افغانستان د سیالیو غوره لوبغاړی ،زیاتې منډې جوړونکی او نور نومونه وگټل
افغانستان د سیالیو غوره لوبغاړی ،زیاتې منډې جوړونکی او نور نومونه وگټل

په ننه سیالۍ کې د افغانستان کرکټ ټیم زمبابوې ته د گټلو دپاره ٢١٦ منډو هدف ورکړ. چې دا د افغانستان د لوري په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ټولو نه زیاتې منډې دي، چې په دې کې د افغانستان د سر لوبغاړي محمد شهزاد محمدي ١١٨ منډې د یادولې دي. شهزاد نن ناسوزیدلې سلیزه وکړه .چې د افغانستان له لورې لومړی لوبغاړی دی چې دومره زیاتې منډې کوي. هغه په دې منډو کې لس څلوریزې او اته لوړې شپږېزې هم شاملې دي. چې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د زیاتو منډو کونکو لوبغاړو په لیست کې هم شامل شو.

افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف د زمبابوې د ټیم دپاره ډیر لوړ و او وې نشو کړی چې هدف ترلاسه کړي او ټول ټیم په ١٣۴ منډو وسوزید. افغانستان له لوري دولت ځدران،حمزه هوتک او سید شیرزاد دوه دوه لوبغاړي وسوزول.

افغانستان د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې نړیواله توگه لسم مقام ترلاسه کړ
افغانستان د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې نړیواله توگه لسم مقام ترلاسه کړ

افغانستان له لوري غوره لوبه کونکی لوبغاړی محمد شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی شو او جایزه ېې ترلاسه کړه. شهزاد په یو ورځنیو سیالیو کې هم د ټولو لوبو غوره لوبغاړی و.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی وايي چې دا زموږ دپاره د ستر ویاړ دی چې زمبابوې غوندې د لومړی درجې ټیم ته پرله پسې ماتې ورکوي او تاریخ جوړوو. اصغر ستانکزی وايي چې افغانستان به راتلونکو لسو کالو کې د نړۍ سترو ټیمونو ته هم ماتې ورکړي. اصغر ستانکزی وايي چې ځوان لوبغاړو چې کومه وړتیا وښودله افغانستان به راتلونکې یو قوي ټیم ووسي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG