د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې گوزڼ ضد مبارزې کې ښځو ته کار کول سخت شویدی


په کندهارولایت کې روغتیايي مسئولین وايي چې په ځینو سیمو کې به د ښځینه رضا کارانو په ځای نارینه رضا کاران په دندو وګماري .دغه ګام تر هغه وروسته پورته کیږي چې څه موده وړاندې په کندهار ښار کې د واکسین یوه ښځینه رضاکاره د کار په مهال د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شوه .

نږدې دوه اوونۍ مخکې د کندهار ښار د لرګو ګنج په سیمه کې د نرګس په نوم د واکسین یوه رضاکاره د کار په جریان کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه او بله همکاره يې ټپي شوه .

کندهار کې د گوزن ضد مبارزې یوه کارمنده نیزدو وختو کې وژل شوې وه

کندهار کې د گوزن ضد مبارزې یوه کارمنده نیزدو وختو کې وژل شوې وه

که څه هم له دې پېښي څخه د ۲ اونیو په تیریدو سره لاهم د دې پېښي اصلي انګیزه نده معلومه خو روغتیايي مسئولین وايي د واکسین په پروګرام کې يې د ښځینه کارمندانو حضور کم رنګه کړی.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوتن مسئول ډاکتر عزیزالله کاکړامریکاعږ اشنا رادیو ته وويل، لاهم روغتیايي مسئولینو ته نده روښانه چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د وژل شوې رضاکارې قاتلین به څوک وي خو دا مني چې تر دې پېښي وروسته ممکن ځيني ښځینه رضاکارانې کارته زړه ښه نه کړي .ډاکتر کاکړ زیاته کړه، په لنډ مها ل کې د ستونزې د حل لپاره دوي غواړي چې په ځینو پېچلو سیمو کې د ښځینه رضاکارانو پر ځای نارینه په دنده وګماري .

کليپ کاکړ " هغه کلسټرونه چې هغه پېچیلی دي او جغرافیه وي موقعیت يې داسې پېچلی وي اوپه هغه کې ښځینه کار کونکي په اسانۍ سره کار نشي کولای، موږ هغه په نښه کوو او ممکن تر یوې ناستې وروسته يې پر ځای نارینه رضاکاران وګمارل شي " .

په کندهار کې په مجموع کې ۶۵۰ تنه ښځینه کار کونکي د واکسین په پروګرام کې په کار بوختي دي چې ځيني يې مبلغیني او ځيني نورې يې بیا د واکسین د عملي کولو چاري مخ ته وړي .

په دغه پروګرام کې د ښځینه کار کونکو د کار پر مثبتو پایلو ټول یوه خوله دي .

د کندهار ښار د منزل باغ د سیمې د واکسین د پروګرام مسئول عبدالقدیر وايي چې ښځینه رضاکاران په اسانۍ سره د یوه کور دننه تللی شي او له واکسین څخه پاته ماشومانو ته واکسین رسوي .

دی زیاتوی، چې د فرهنګي او کلتوري حساسیتونو له کبله هم اکثریت کورنۍ ښځینه روغتیايي کار کونکو ته په ښه نیت ګوري .

کندهار کې د پولیو د کمپاین یو رضاکار وايي " د ښځینه رضاکارانو ډیره ګټه دا وه چي د کورنو اصلاح کول وو ، دوی کورونو ته ورتلېی او هلته يې ورته ویل چي دا دوه څاڅکي واکسین دي او ستاسې کوچنیانو ته هیڅ زیان نلري ، نو هغه کورونه به اصلاح شول او پدې کې يې ډېره ونډه درلوده او د کار پر موثریت باندي يې خاص اغېز لرلی ".

دیني عالمان وايي چې د سړیو په نسبت ښځې په بهتره توگه نورې ښځې پوهولی شي

دیني عالمان وايي چې د سړیو په نسبت ښځې په بهتره توگه نورې ښځې پوهولی شي

پر همدې مهال د کندهار یوتن دیني عالم مولوي عبدالرشید وايي چې له دیني اړخه هم د روغتیا پر ساتلو ډیر ټینګار شوی او په ټولنه کې د روغتیايي کار کونکو لپاره هر لوری دې له خپله اړخه مرسته وکړي .

نوموړی وویل، چې میندې د خپلو ماشومانو د روغتیا په ساتلو کې د ښځینه روغتیايي کار کونکو خبره ژر اوري او هغه عملي کوي .

مولوي عبدالرشید وايي " یو نارینه نشي کولای چې خپلي کورنۍ ته هغه خبره سمه ورسوي مګر زنانه دا کار کولای شي نو موږ غواړو چې د صحت له څانګې څخه زنانه کورته ورشي او د کور ښځې بیا د هغوې خبرې په غوږ کې نیسي او په ذهن کې يې پریوځي ، دا یوه سیاسي پروسه نده نو زما د افغانستان د هر فرد څخه دا غوښتنه ده چې د صحت په برخه کې چې هر څوک کار کوي له هغه سره کمک وکړي "

که څه هم په کندهار کې تېر میلادي کال د ماشومانو د ګوزڼ هیڅ پېښه نده ثبت شوې خو روغتیايي کار کونکي وايي چې د ماشومانو د فلج ویریس لاهم په چاپيریال کې فعالیت لري او که يې پر وړاندې اغیزمن کار ونشي ممکن بیا د تېرو کلونو په څېر دا ناروغۍ ځیني ماشومان فلج کړي .

د دغه خطر د له منځه وړلو لپاره د عامې روغتیايي مسئولین وايي، له هري ممکنه لاري څخه په ګټه اخیستنه غواړي چې تر راتلونکي کال پوري دا ګواښ لمنځه یوسي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG