دين عالمان د ماشومانو د سالمې روغتيا لپاره د پوليوضد واکسين تطبيقول د اسلام له نظره يو ضروري حکم بولي. دوی له خلکو غوښتنه کوي، چې ماشومانو ته د پوليوضد واکسين په تطبيق سره خپل اسلامي رسالت ادا کړي.
دغه څرګندونې د خوست يو ديني عالم مولوي محمد داود وقفي د امريکاغږ له خبريال ابراهيم رحيمي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي، چې اورېدو ته يې ستاسو پام راګرځوو.