د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف د مطبوعاتو له لارې د پولیو په هکله عامه پوهای زیاتوی


محمدعارف نوري په غزني کې د کليد راډيو خبريال دی. نوري د پکتيا په ګردېز کې په هغه کنفرانس کې برخه اخيستې وه، چې د څلورو ولايتونو د سيمه ييزو رسنيو تر ۳۰ زياتو خبريالانو پکې ګډون کړی و.

له دې کبله، چې پوليو يا په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي کوم سرحد نلري، عارف نوري د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې سيمه ييزې رسنۍ هم د ټولنې د يوې برخې په توګه مسوولې وبللې.

”دا د رسنيو ستر مسووليت دی، چې خلک د خپلو ماشومانو د واکسين لپاره وهڅوي، پرته له دې چې د کوم امتياز توقع ولري. دا مهمه موضوع ده، چې له دې ناوړه ناروغۍ څخه وژغورل شو‟.

دغه کنفرانس، چې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال مالي صندوق ادارې له لوري جوړ شوی و، له پکتيکا، خوست، پکتيا او غزني ولايتونو څخه خبريالان ورته دعوت شوي وو.

په دغه يوه ورځني کنفرانس کې خبريالانو او د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي مسوولينو پر هغو لارو چارو بحث وکړ، چې پرته له کوم امتيازه له محلي رسنيو څخه د موثرې تبليغاتي وسيلې په توګه ګټه واخلي.

په افغانستان کې د پوليو پرضد د يونيسف ادارې د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر سيدکمال شاه وايي، چې د پوليو د له منځه وړلو لپاره د ټولو ولايتونو په کچه پراخ عامه پوهاوي ته جدي اړتيا لېدل کېږي.

”ډېری خلک اوس هم دا تشويش نلري، چې پوليو عادي موضوع نده. خلک بايد پوه شي، چې پوليو هيڅ درملنه نلري. ډېر خلک په دې ندي خبر. رسنۍ له موږ سره په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي‟.

ډاکټر کمال شاه زياته کړه، د نړيوالو رسنيو ترڅنګ د يوه ځانګړي ميکانيزم په ترڅ کې هڅه کوي، چې د ټولو ولايتونو د سيمه ييزو راډيوګانو او تلويزونونو له لارې عامه پوهاوی پراخ او پياوړی کړي.

”رسنۍ د پوليو په له منځه وړلو کې د ټولنې د خبرلو په برخه کې تر پنځوس فيصده پورې رول لري. دا تر ټولو نورو وسيلو زيات دی. نو طبعاً د رسنيو رول ډېر زيات دی‟.

په عين وخت کې د ځينو خبريالانو په وينا په زياتره لرې پرتو سيمو کې ټول خلک د سيمه ييزو راډيوګانو او تلويزونونو نشراتو ته لاسرسی نلري.

د پکتيکا محلي خبريال علي محمد نظري وړانديز لري، چې د نړيوالو رسنيو ترڅنګ د لرې پرتو سيمو خلکو ته د مبليغينو په وسيله د پوليو د ويرسي ناروغۍ د خطر په اړه پر تبليغاتو جدي کار وشي.

”لکه وړممئ، تروې، وزيخواه، زيړوک او ځينو نورو ولسواليو کې هيڅ سيمه ييزه رسنۍ نه اورېدل کېږي، خو ځينې نړيوال رسنۍ اورېدل کېږي. دا معلومات بايد له ټولو رسنيو سره شريک شي‟.

ديني عالم مولوي خواجه الدين د يادې معيوبونکې ناروغۍ پرضد مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسووليت بولي، خو د هغه په نظر په دې برخه کې تر ټولو زيات مسووليت د رسنيو پرغاړه دی.

”ښو کارونه ته لارښوونه او له بدو منع کول د رسنيو دروند مسووليت دی. د پوليو پرضد مبارزه او خلکو ته يې په اړه معلومات ورکول هم شرعي کار دی. رسنۍ دا مسووليت بايد په سم ډول ترسره کړي‟.

په ټولیز ډول اوسمهال افغاني ټولنه مختلف ډوله رسنيو ته لاسرسی لري، خو د احصايې له مخې زياتره افغانان په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو خلک ډېری اړين معلومات له راډيوګانو ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG