د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار یو شمیر ولسوالیو کې د گوزڼ ضد واکسین کمپیاین پیل شو


د کندهار د عامي روغتیا ریاست وايي چي د دې ولایت په هغو ولسوالیو کې يې د پوليو کمپاین نن پيل کړی چي مخکې پکښې د واکسین کمپاینونه کمزوری عملي شوي .

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د واکسین د همږغۍ د برخي مسئول ډاکتر عزیزالله کاکړ وايي چي دوی په نوي میلادي کال کي په ټول کندهار کې له واکسین څخه پاته سیمه نلري خو په تیر کال کي دغه ستونزه د دوی لپاره لوی خنډ وو .

په تیر کال کي د کندهار په غورک ، شاه ولي کوټ ، ارغستان او ځینو نور سیمو کې د نا امنیو له کبله څو کلسټرونه په مسلسله توګه د واکسین له پوښښ څخه پاته وې .

هغه ولسوالیو چې د واکسین کمپاین پکې سم نه و عملي شوی،اوس ترسره کیږي
هغه ولسوالیو چې د واکسین کمپاین پکې سم نه و عملي شوی،اوس ترسره کیږي

دغه راز نوموړی زیاته وي چي پر ډیورنډ کرښه يې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلونکو تر لس کلنۍ پوري ماشومانو ته واکسین تطبیق کوي .

له ښاغلي کاکړ سره زموږ همکار عزیزالله پوپل مرکه کړې او په پيل کي يې په کندهار کې د کمزورو ولسوالیو د واکسین د جریان او له ټاکلي نيټي څخه د ځنډ په اړه پوښتلي .

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG