د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې ۳۴ زره ماشومان د واکسین نه پاتې


Afghanistan -- Anti-polio vaccination campaign begins in Eastern provinces of Afghanistan, August 25, 2013.
Afghanistan -- Anti-polio vaccination campaign begins in Eastern provinces of Afghanistan, August 25, 2013.

نن دافغانستان په ختیځ کې دپولیو پرضد واکسین پرداسې مهال پیل شو چې لاهم دننګرهار په یوشمېر ناامنو ولسوالیو کې زرګونه ماشومان دپولیو له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.

دننګرهار عامې روغتیاریاست مرستیاله ډاکټره مقدسه معراج وایي چې دواکسینو په دې دوره کې به په ټول ننګرهار کې ۳۴۲۰۰ماشومان په یوشمېر ناامنو ولسوالیو کې له واکسینه لرې پاتې شي.

ډاکټره مقدسه وایي چې ددغو لسګونه زور ماشومانو له واکسینه بې برخې کېدو لامل په سیمه کې پراخه ناامني او دځایي وسله والو له لوري دواکسینو مخنیوی دی.

هغه وایي چې په ټولو څلوروختیځو ولایتونو ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان کې اته لکه او شپاړس زره ماشومان دواکسینو په اوسنۍ دوره کې واکسین کېږي چې شپږلکه یې یواځې په ننګرهار کې دي.

دعامې روغتیاریاست مرستیاله په دې تړاو زیاتوي:

" موږ پخوا نشو کولی چې په چپرهار او بټي کوټ کې واکسین تطبیق کړو خو خوشبختانه اوس کولی شو چې په دغو دوو ولسوالیو کې واکسین تطبیق کړوخو متاسفانه ده بالا، اچین، لعلپوره او د نازیانو ولسوالۍ ځیني برخې زموږ له پوښښ نه پاتې کېږي او هلته نه شو کولی واکسین تطبیق کړو چې په دې کې به څلوردیرش زره او دوه سوه ماشومان دپولیو واکسین نه شي"

یو شمېرمېرمنو چې خپل ماشومان نن عامې روغتیا روغتون ته دپولیو واکسین کولو لپاره راوستي وو له نورو مېرمنو یې په دې اړه دمرستې غوښتنه وکړه.

مرسل احمدي یوه مېرمن ده چې د خپل کور ماشومان یې د پولیو پروړاندې واکسین کړل، په دې تړاو داسې وایي:

" ماد خپل کور ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالوڅخه ښکته دي راوستي چې دپولیو واکسین شي، ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده چې اعلاج نه لري او وقایع یې یواځې دوه څاڅکي واکسین دی".

دسیمې دیني عالمان بیا له خلکو غواړي چې د پولیو واکسین د پلي کېدو لپاره دې روغتیایي کارکوونکو سره مرسته وکړي.

سیدبصیر دسیمې دیني عالم دی په دې اړه داسې وایي:

" پولیویوه مرګونې ناروغي ده چې هیڅ کومه درملنه نه لري،دنړۍ په کچه په ټولو اسلامي هیوادونو کې کېږي زما په فکر کوم اسلامي او شرعي ممانعت هم نه لري،پرټولو ولسونو غږ کوم چې خپلو اولادونو ته دغه دپولیو څاڅکي ورکړي."

په ننګرهار کې دپولیو واکسین یواځې په سرحدي ولسوالیو کې دځایي وسله والو له لوري نه پلي کېږي، که څه هم دولت پرلپسې هڅې وکړې چې د قومي سپین ږیرو په مرسته په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین پلی کړي خو لاتردې دمه په بشپړه توګه نه دی توانېدلی، اما تر دوو میاشتو وړاندې یې پنځوس په سلو کې هغه سیمې هم تر پوښښ لاندې نیولي چې وسله والو په کې دپولیو واکسین کولو ته اجازه نه وه ورکړې.

XS
SM
MD
LG