د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې مدني آزادۍ پراخې او که لنډې شوي؟


د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمې تر ټولو ناوړه او په بد وضعیت ککړې بلل شوې دي
د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمې تر ټولو ناوړه او په بد وضعیت ککړې بلل شوې دي

نوې څیړنه ښیي چې نړیوال اقتصآدي رکود او ټولنیزو پاڅونونو په دوه زره پنځلسم کال کې د حکومتي چارواکو په لاس سیاسي سرکوب ته لاره پرانستلې.

د دوه زره پنځلسم کال رپوټ چې د بې طرفه ډلې، فریدم هوز یا د خپلواکۍ د کور په نوم د ادارې له خوا خپور شوی د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د دیموکراتیکو آزادیو کچه ارزولې ده.

د فریدم هاوس دوه زره پنځلسم کال رپوټ وایي د نړۍ دو اویا هیوادونه جنگ جگړې سیاسي او اقتصآدي مشکلات تجربه کړی.

همدا د لسو کلونو دوامدار جگړې د نړیوالې آزادۍ د کچې د راټیټیدو مهم علت گڼل کیږي.

د فریدم هاوس له ډلې څخه، وانیسه تکر، پدې اړه داسې وویل، «مونږه ولیدل چې په راز راز آزادیو لکه د راغونډیدو، د اتحادیو د تشکیل، د قانون او قضآیه قوې حاکمیت، پدې برخو کې آزادۍ په نړیواله کچه مخ په ویجاړیدو او له منځه تللو دی.»

د آزادیو له اړخه افغانستان مخ په ښکته روان دی.

د 2015 کال رپوټ چې د بې طرفه ډلې، فریدم هاوس یا د خپلواکۍ د کور په نوم د ادارې له خوا خپور شوی وایي، په افغانستان کې د عامه وگړو د خپلواکۍ انځور مخ په تتیدو دی.

ددې ادارې د ارزونې پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو، خبریالانو او ملکي وگړو په وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي له کبله په هغه هیواد کې د آزادۍ کچه، مخ په ټیټیدو ده.

دغه اداره وايي له افغانستان څخه د ناتو د پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته په دوه زره پنځلسم کې په هیواد کې دننه نا امني درۍ برابره زیاته شوې.

له همدې کبله دا هیواد د مرستندویو خیریه کارکونکو دپاره په نړي کې د گواښمنو هیوادونو څخه یو گڼل کیږی، ددې ترڅنگ په دفتري ادارو کې د ښځینه کارکونکو په وړاندی د تاوتریخوالي یو لوي علت هم همدا نا امني گڼل کیږي.

رپوټ زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو تگ او بد امنیو د افغانستان پر اقتصآد چې تر ډیره حده پر نړیوالو مرستو باندې تکیه کوي، ناوړه اغیزه کړې ده.

فریدوم هوس وایي د مهاجرینو په شمیر کې بیساري زیاتوالي هم مدني آزادیو ته لوی تاوان رسولی دی.
فریدوم هوس وایي د مهاجرینو په شمیر کې بیساري زیاتوالي هم مدني آزادیو ته لوی تاوان رسولی دی.

په سوریې کې د کورنۍ جگړې او د منځني ختیځ په گوټ گوټ کې د بی ثباتۍ له کبله پدې سیمه کې د آزادۍ له اړخه وضعیت تر ټولو ناوړه دی.

په واشنگتن کې دیره دا اداره وایي پنځوس هیوادونه آزادی نلري. رپوټ وایي د آزادۍ تر ټولو لوي تیري کونکي په سوریی غوندې ځایونو کې دي.

پدې لست کې د نورو سیمو نومونه لکه د چین خود مختاره تبت سیمه، سومالیا، شمالی کوریا، ازبکستان او ایریتیریا غوندی هیوادونه هم شامل دي.

رپوټ دا هم وایي چې پدې سیمو کې خلک د خورا جدی شاته پاتی والی له کبله پداسې حال کې کړیدلي دي چې استبداد پلوه مشرانو د بشري حقونو فعالان او نور منتقدین په کلکه ځپلی او ټکولی دي.

میرمن تکر وویل هغه څه چې ټول یې په منځنی ختیځ کې گوري دا دی چې د اوږدې مودې دپاره واکمن مشران چې په ځینو برخو کې د لویدیځو هیوادونو متحدین هم بلل کیږی، په اصل کې با ثباته ملگري ندي او پر دوي باندې د اوږدې مودې پانگه اچونه خورا ناوړه پایله لري.خو د رپوټ پر بنسټ د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمې تر ټولو ناوړه او په بد وضیعت ککړې بلل شوې دي.

فریدوم هوز وایي دیموکراتیک هیوادونه چې د تررستي بریدونو له کبله تر فشار لاندې دي او د مهاجرینو په شمیر کې بیساري زیاتوالي هم مدني آزادیو ته لوی تاوانونه رسولی دی.

میرمن تکر زیاته کړه، « دا خورا مهمه ده چې په هغو هیوادونو کې چې د لویو گواښونو سره مخ دي چې پدې حساب په دغو ټولو کې د مهاجرینو په تړاو لوی ناورین سره مخ دي، دوي به د حکومت د دندو او د ملکي وگړو د مصؤنیت ترمنځ د تعادل د ساتلو تر څنگ د خپلو ملي گټو خوندي ساتنې ته هم دوام ورکوي څو د بنسټیزو بشري آزادیو حفاظت وشي.»

رپوټ وایی په تیره لسیزه کې اکثر لوی زیانونه د بیان آزادی او د قانون حاکمیت ته رسیدلي دي.
رپوټ وایی په تیره لسیزه کې اکثر لوی زیانونه د بیان آزادی او د قانون حاکمیت ته رسیدلي دي.

هغه هیوادونه چې فریدم هوز یې تر نیوکې لاندې نیسي اکثرآ دا ډله او کار یې غندي. روسیه وايي دا ډله بی پلوه او ازاده نده بلکه د متحده ایالاتود گټو خوندی ساتنی دپاره خدمت کوی.

پدې رپوټ کې د نړۍ یو شپیته هیوادونه پدې ستایل شوی چې د آزادی په خپرولو او وده کې یې پرمختگ کړی دی.

هغې دغه ټکي ته داسې اشاره وکړه، «یوه لویه سیمه لاتینه امریکا ده . تاسو لیدل چې په تیرو پنځو یا لسو کالوکې پکې زیات شمیر حقونه تر پښو لاندی کیدل خو اوس برعکس مونږ د آزادیو د ودې او پراخیدو نښې نښانې گوروو.»

رپوټ وایی په تیره لسیزه کې اکثر لوي زیانونه د بیان آزادۍ او د قانون حاکمیت ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG