د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره ګوندي سیالۍ پیلیږي


په عکس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدان دي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یي مناظره لرله.
په عکس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدان دي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یي مناظره لرله.

د څو میاشتو ټاکنیزه منډو ترړلو او د کاندیدانو د مناظرو وروسته، د متحده ایالاتو د منځني لویدیځ ایالت ایوا کې د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست لپاره د ۲۰۱۶ کال انتخاباتي سیالۍ کیږي.

د دوشنبې په ورځ په ایوا ایالت کې د هوا حالات د سختې واورې وریدو وړاندیونه کوي. خو کاندیدان د ګوندي جرګه ګیو د لمړنۍ سیالۍ لپاره تر هغو رایه ورکوونکي ډیر په بیړه دي چې د جمهوري ریاست ددی ټاکنیزه سیالۍ لپاره به راغونډیږي.

پدې سیالۍ کې د ګوندونو استازي او لویي حوزوي غونډې جوړیږي. په ځانگړې ډول په جمهوريخوا گوند کې سیالي ډیره سخته ده. کاندیدان ډیر دي خو اصلي سیالي د میلیاردر دونلډ ټرمپ، د تکساس سناتور ټیډ کروز، او د فلوریډا سناتور مارکو روبیو ترمنځ ده.

په ایوا ایالت کې معمولا د جمهوري ریاست سیاسي مبارزې د یوې میلې بڼه لري.

خو جمهوريخواه ټیډ کروز د جدي مبارزې په حال کې دی او وخت کم پاتې دی. کاندید ټیډ کروز وایي اوس نو د رایه ورکوونکو وخت دی او دا د ایوا د نارینو او ښځو موقع ده چې خپله پریکړه وکړي.

د تکساس سناتور ټیډ کروز هڅه کوي چې تر مخکښه کاندید دونالډ ټرمپ څخه مخکې شي. د ایوا په ایالت کې انتخاباتي جرگه گیو ته یوازي یوه ورځ پاته ده، او سناتور د امنیس په ښارگوټي کې د خلکو پام جلبولو هڅه کوله.

کروز وایي ٫٫موږ تردی مخکې دا تجربه کړي او که متحد شوو، موږ یي بیا ترسره کولی شوو او د لاسه تللې هغه غښتلې هیله بیا ژوندۍ کولې شوو چې د بشریت لپاره ده. او دا د امریکا متحده ایالات دي.

یوشمیر خلکو بیا د همدې ایوا ایالت په کارول ښار کې د فلوریډا د پخواني والي جیب بوش په پلوئ یوه وړه غونډه هم جوړه کړې وه او د لږ شمیر خلکو گډون کول ددې نښه وه چې د یو پخواني جمهور رئیس زوی اود بل جمهور رئیس ورور، جیب بوش په ایوا ایالت کې ډیر ملاتړي نلري.

خو بوش پدې ډاډه و چې د خپل مثبت پیغام سره به د ملاتړو پام جلب کړي. هغه ویل فکر کوي د پوره تجربو لرونکي او پوره تثبیت شوی او د داسی کاندید ملاتړ کول چې مثبت پیغام لري، د رایه ورکوونکو په مخکې دی. بوش وویل هیڅ کله به د محافظه کارانو په توګه ونه ګټي، که د عکس العملونو سیاست وکړي.

په ایوا کې د کاندیدانو لپاره د ملاتړ جلبولو وخت مخ په ختمیدو دی او رایه ورکوونکي باید خپل تصمیم ونیسي.

په همدې ایوا ایالت په دویم لوی ښار سیداررپیدز کې د شنبې په ماښام د جمهوري ریاست دیموکراته کاندیده هیلري کلنټن د خپل میړه بل کلنټن سره یوځای څرګنده شوه. میرمن کلنټن چې د دیموکرات ګوند مخکښه کاندیده ده خپلو پلویانو ته د کورنیو د اقتصاد ښه کیذدو ادعا وکړه او وی ویل پدې برخه کې پوره تجربه لري او دا خدمات يي پخوا ترسره کړي. هغې وویل نه یوازی د بډایو لپاره بلکې د متوسط خلکو، کاریګرو او بی وزله خلکو لپاره يي کړی او هماغه کورنۍ اوس ترپخوا ډیر ښه دي.

تردی مخکې چې د دوشنبې په ورځ د ایوا خلک پریکړه وکړي، د جمهوري ریاست کاندیدان د رایو د جلبولو په نیت د یکشنبې په ورځ هم خپلې وروستۍ هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG