د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د اړیکو د ترینگلتیا ملامتي پر پاکستان ده


د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان په پارلمان کې یو لوي سیاسي قوت دی
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان په پارلمان کې یو لوي سیاسي قوت دی

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان چې په پارلمان کې لوي سیاسي قوت دی او په خیبر پښتونخوا ایالت کې واکمن گوند دی، د امریکا غږ خبریال ایازگل سره د ځانگړې مرکې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ترینگلتیا او بې اعتمادۍ ملامتي د پاکستان ده.

ددې ترڅنگ هغه په سیمه کې د بدامنۍ په تړاو د اندېښنې په څرگندولو په افغانستان کې د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او پر طالبانو باندې یې غږ وکړ چې د سولې مستقیمو خبرو ته دې کیني.

هغه د امریکا غږ خبریال ایازگل سره د ځانگړې مرکې په ترڅ کې د افغان مهاجرینو سره د پاکستان د ایالتي پولیسو ناسم چلند ته هم اشاره وکړه.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان وايي په افغانستان او پاکستان کې د امنیت د ټینگیدو دپاره باید دواړه هیوادونه خپل منځي جنجالونه یوې خوا ته پریدي او یو له بله سره په گډه د امنیتي ستونزو غم وخوري.

د عمران خان گوند په خیبر پښتونخوا ایالت کې واکمن گوند دی
د عمران خان گوند په خیبر پښتونخوا ایالت کې واکمن گوند دی

هغه وویل د پاکستان لاسوهنې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینگلتیا سبب شو. هغه زیاته کړه، «زه ډیر خواشینی یم چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې ندي. ددې خبرې په ویلو هم خپه یم چې پدې کې پاکستان ملامت دی. مونږ د افغانستان په برخه کې ثابت سیاست ندی درلودلای او له پخوا مو د افغانانو په چارو کې لاس وهنه کړې چې د کرکې سبب گڼل کیږي.»

خو په عین وخت کې دغه پاکستاني سیاستوال د دوه اړخیزو اړیکو د بهتریدو په اړه خوشبینې وښوده.

هغه وویل، «زه فکر کوم چې مونږ په راتلونکی کې غوره اړیکې درلودای شو زه فکر کوم چې په پاکستان کې د تیرو تیروتنو درک رامنځته شوی دی. مونږ داسی احساس لرو چې دا کرکه باید له منځه یوړل شي.»

ښاغلي خان په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي ستونزو په اړه اندېښنه لویه وبلله او زیاته یې کړه چې ځیني طالب استازي څو کاله مخکې د مرستې د ترلاسه کولو دپاره ورغلي و ځکه دوي غوښتل چې د افغان حکومت سره د سولې خبرې پرانیزي.

خان وویل چې طالبان باید د سولې خبرو ته حاضرشي او جنگ ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کیږدي.
خان وویل چې طالبان باید د سولې خبرو ته حاضرشي او جنگ ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کیږدي.

خان وویل طالبان باید د سولې خبرو ته حاضرشي او جنگ ته د مذاکراتو له لارې د پای ټکی کیږدي. دغه موخې ته د رسیدو دپاره هغه د څلورو هیوادونو په گډون د سولې د خبرو وروستۍ هڅې وستایلې خو د تاکید مهم ټکی یې دا و چې په ځانگړې توگه یی طالبان د افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته داسې هڅول.

«دا به یو مثبت گام وي. زه هیله لرم او دعا می دا ده چې د سولې یوه موافقه وشي، د واک د ویش موافقه او دآ چې بیا امریکاییان هم د افغانستان څخه ووځي.»

خو عمران خان وویل هغه پدی باور دی چې متحده ایالاتو د تاوتریخوالي د له منځه وړلو دپاره په مداومه بڼه پر خپل پوځي قوت اتکا کوي.

«تاسی اوس په سیمه کې د داعش ظهور ته وگورئ چې خدای خبر نور به چیرې خپریږي. دا پر عراق باندی د متحده ایالاتو د یرغل مستقیمه نتیجه ده.»

هغه وویل دغه کار طالبان سیاسي حل ته بی میله کړل.

«اوس چې طالبان پوهیږي امریکاییان له افغانستانه وځي، نو خود به د قوي موقف څخه پر یوې غښتلې معاملې زور اچوي. اوس دوي د هغو شرایطو منلو ته تیار ندي چې پخوا یې ښایي منلي وای.»

عمران خان د څلورو هیوادونو په گډون د سولې د خبرو وروستۍ هڅې وستایلې
عمران خان د څلورو هیوادونو په گډون د سولې د خبرو وروستۍ هڅې وستایلې

هغه دا ومنله چې یو اعشاریه اوه ملیون ثبت شوي افغان مهاجرین او په زرگونو نور افغان پناه غوښتونکي، چې تر اوسه پورې یی نومونه د مهاجرینو په لست کې ندي ثبت شوي، د ایالتي پولیسو له خوا د ناوړه چلند له امله سخت ځورول کیږي.

«په پاکستان کې د دوي د شتون دلیل واضحه دی. په افغانستان کې حالات سم ندي. زه اوس هم د هغو په خلاف خپل آواز اوچتوم چې په زور د پاکستان څخه د افغان مهاجرینو ایستل غواړي.»

هغه وویل د افغان مهاجرینو په وړاندې ناسم چلند او د پولیسو له خوا کلک تفتیش وروسته له هغې زور واخیست چې په پاکستان کې د دوه و لویو بریدونو، یو د باچاخان پر پوهنتون او بل، تیر کال، پر پوځي ښوونځي باندې بریدونه په افغانستان کې د دیره ترهه گرو له خوا پلان او عملی شوي و.

XS
SM
MD
LG