د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د داعش په ضد نړیوال ائتلاف کې شامل شو


د ائتلاف هیوادونه په عراق او سوریې کې د داعش په وړاندې د مبارزې پر یوه خاص محاربوي پلان کار کوي.
د ائتلاف هیوادونه په عراق او سوریې کې د داعش په وړاندې د مبارزې پر یوه خاص محاربوي پلان کار کوي.

په روم کې د داعش ضد ایتلاف غونده پداسې حال کې جوړیږي چې د ائتلاف هیوادونه په عراق کې د موصل او په سوریې کې رقه د ښار د بیرته نیولو دپاره چې داعش یې د خپلو مرکزونو په توگه کاروي، پر یوه خاص محاربوي پلان باندی کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، «افغانستان، چې مونږ ټول پوهیږو ځانته جلا ستونزې لري او پدې ستونزو کې د مرستو دپاره هم په مونږ کې اکثر ورسره په مرستو هم لگیا یو، پریکړه کړې چې پدې ائتلاف کې مونږ سره برخه واخلي چې مونږ یې هم هرکلی کوو.»

ښاغلي کیري وویل دا وروستي گامونه د جمهور رئیس د پریکړې پر بنسټ اوچت شوي چې په سوریې کې یې د داعش سره مبارزې دپاره د امریکایي خاصؤ ځواکونو شمیر د زیاتولو امر وکړ.

هغه وویل، «مونږ اوس د هغو ډلو دپاره د پوځي زده کړو او تمریناتو لمن هم پراخه کړې ده چې د داعش په وړاندی اغیزمنه جگړه کوي. د استخباراتو زیار ته مو شدت ورکړی او د تر لاسه کولو لارې چاری مو هم پراخې او پرمختللی کړې دی. هدف ویشتل بهتره شوي او پدې ائتلاف کې د نورو هیوادونو د گډون هرکلی کوو.»

د ایتالیی بهرنیو چارو وزیر وروستي پرمختگونه وستایل او زیاته یې کړه، «مونږ د تیرکال د دسامبر راهیسی، چې لومړی غونډه مو کړی وه، په ځانگړو برخو کې د ائتلاف د فعالیتونو د تنوع وړتیا، د غړیتوب تحکیم او د مغلقو ستراتیژیو کارونې ته چې گوروو، نو تر اوسه ښه پرمختگ شوی دی.»

هغه وویل داعش په عراق کې خپلې نیول شوې څلویښت فیصده سیمې او په سوریی کې شل فیصده نیول شوې سیمې له لاسه ورکړې دي.

بل پلو، د تنسي ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، باب کورکر، د داعش سره د مبارزې پر میکانیزم کلکه نیوکه وکړه.

هغه وویل څو ورځې مخکې په قطر کې و او د هوایي بریدونو د چارو تنظیم او د مشرتابه زیار د ستایلو وړ و.

خو هغه افغانستان ته د سفر خاطره یې داسې یاده کړه، «بیا افغانستان ته لاړم هلته زمونږ پوځ د القاعدی په وړاندی عملیات کولای شول خو د داعش په وړاندې یی نه شوای کولای. دا د خو د داعش په وړاندې نه. دا د خندا وړ دی. له نیکه مرغه د د فاع نوي وزیر دا ستونزه حل کړه. همداسې ځینی ستونزې د داعش د پرمختگ سبب گرځي.»

په همدې ترڅ کې نن په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو لوي قوماندان، جان اف کمبل، په کانگرس کې د وسله والو ځواکونو کمیټې پوښتنو ته ځوابونه وایي.

ویل کیږي چې ددې کمیټې غړي به پر پوځي جنرال، جان اف کمبل، باندې په افغانستان کې د زیات شمیر سترتیرو د ساتلو پر ټکی فشار راوړي څو دا شمیر د ټاکل شوي پلان پر اساس د نهه زرو اتو سوو نه پنځه زرو پنځه سوو ته کم نشي.

د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکي، مک تورنبیري، پدې اړه داسې وویل، «زه تل پدې باور یم چې ددې جگړې دپاره د دقیقې نیټې ټاکل یوه اشتباه ده، که ددې دپاره د پنځو لسو او یا هم پنځوسو کلونو موده وټاکل شي. هیڅ څوک وړاندوینه نشي کولای.»

دا خبرې اترې پداسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د امنیتي حالاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي نو له همدې کبله په هغه هیواد کې د اضآفی امریکایی سترتیرو شتون ته اړتیا لیدل کیږي څو نه یوازې د داعش د پرمختگ مخه ونیول شي بلکه د تیروکلونو لاس ته راوړنې هم خوندي وساتل شي.

XS
SM
MD
LG