د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه، د بشري ناورین او ښځینه سرتیرو جگړییز ډگر


د ایدلب د ښار په دې بمباري شوې سیمه کې د ژغورنې هڅې اوس هم دوام لري
د ایدلب د ښار په دې بمباري شوې سیمه کې د ژغورنې هڅې اوس هم دوام لري

دغې نړیوالې مرستندویې ادارې د تویتر له لارې خبر ورکړ چې د ایدلب د ښار په دې بمباري شوې سیمه کې د ژغورنې هڅې اوس هم دوام لري او زیاتوي چې ددې ادارې پنځه ویشت تنه پدې روغتون کې و چې دا برید وشو.

د دوشنبې د ورځې پدې برید کې چې تراوسه معلومه نده چا کړی تر اوسه پورې د قربانیانو شمیر یولسو ته رسی په وژل شویو کې د روغتون پنځه تنه کارکونکی پنځه تنه ناروغان او د یوه ناروغ یو خپلوان وژل شوی دی

امریکا او روسیې دواړو ویلی چې دا کار دوي ندی کړی.

بل پلو د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پرون دا تایید کړه چې د سوریې په ادلیب او حلب ښارونو کې تر اوسه پورې په هوایی بمباریو کې څلور روغتونونه او یو ښونځی له منځه تللی دی

ددې ادارې ویاند جان روپرت کول ویل په ژنیو کې خبریالانو ته پدې اړه داسې وویل,

«مونږ د سوریې په جگړې کې پر ملکي تاسیساتو او روغتونونو باندې د وار وار بریدونو په اړه خورا اندېښمن یو .»

د سوریې دپاره دملگرو ملتونو د سولې ځانگړی استازي ستیفان دي مستوره نن وویل چې د ځپل شویو سیمو د خلکو سره عاجلو مرستو ته اړتیا ده او په همدې موخه به نن په جگړی کې د ایسار پاتی ملکي وگړو سره مرستی پیل شي.

هغه پرون د سوریی د بهرنیو چارو وزیر ولید ال معلم سره د خبرو نه وروسته دا اعلان په دمشق کې وکړ. هغه زیاته کړه،

«مونږ د هغو جنگ ځپلو سوریاییانو سره د مرستی خبرې کوو چې په محاصره شویو سیمو کې ایسار پاتې دی نه یوازی د حکومت له خوا په محاصره شویو سیمو کې بلکه د حکومت د مخالفینو او داعش په شمول ټولو بند پاتې شویو سره.»

بل پلو د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې پرون دا تایید کړه چې د سوریې په ایدلب او حلب ښارونو کې تر اوسه پورې په هوایي بمباریو کې څلور روغتونونه او یو ښوونځی له منځه تللي دي.

ددې ادارې ویاند، جان روپرت کول ویل، په ژنیو کې خبریالانو ته پدې اړه داسې وویل،

«مونږ د سوریې په جگړې کې پر ملکي تاسیساتو او روغتونونو باندې د وار وار بریدونو په اړه خورا اندېښمن یو.»

دا پداسې حا لکې ده چې ترکیه او سعودي عربستان د ځمکنیو عملیاتو اړتیا ته اشاره کوي خو دد ې کار دپاره په کومې گډې او ځانگړی ستراتیژۍ هم هوکړه نده شوې.

د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوس اوغلو وایی دا بمبارۍ باید و دریږی پداسې حال کې چې د سولې د خبرو پیل هم په سیمه کې د وینو د توییدو دپاره صروري گڼل کیږي. هغه وویل،

«په سورې کې یو سیاسي انتقال ته اړتیا ده خبرې باید ژر تر ژره پیل شي. خو پدې باید پوه اوسو چې که له پاسه بمباري روانه وي او د رژیم له خوا فشار دوام ولري خو خبری به هم نتیجه ورنکړي.»

ترکیې پخپله د متحده ایالاتو نه هم وغوښتل چې پدې ځمکنیو عملیاتو کې دې ورسره یو ځای شي خو که دا کار وشي نو د روسیې او امریکا ترمنځ په غیر مستقیمه توگه د جگړې د ډگر د یو ډول سیالۍ د پیلیدو ویره هم تر سترگو کیږي.

د امنیتي حالاتو په ویجاړیدو اوس کردۍ میرمنې د سوریی په ال حسکه ولایت کې په پوځي تمریناتو او روزنو بوختی دی څو بیا ددې هیواد په کورني جنگ کې برخه واخلي.

دوی د جگړې په لومړۍ کرښه کې په شدید او څو اړخیزې جگړې کې د جنگ دپاره ځانونه چمتو کوي.

د آسایش په نوم د کردي پولیسو د ځواکونو سیمه اییزه قوماندانې پدې اړه داسې وویل،

«د امنیتی وضعیت په ویجاړیدو او د بهر څخه د تررستی بریدونو به امله مونږ گڼ شمیر پروگرامونه په نظر کی نیولې څو خپله سیمه او پکې میرمنی ددوي له شره وساتل شي.»

پدې ډله کې جلب شوې یوې سرتیرې وویل دوي ځیني د سیمې ساتنه کوي. ځیني پوستو کې تگ را تگ څاري، گزمی کوي او ځیني هم د جبهې په لومړۍ کرښه کې د دښمن په وړاندې مخامخ جنگیږي.

XS
SM
MD
LG