د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت په وړاندې د یوه خصوصي شرکت مقاومت


اکثر وړاندوینه کوي چې د اپل او حکومت ترمنځ د جنجال لمن به تر سترې محکمې پورې وغزیږي
اکثر وړاندوینه کوي چې د اپل او حکومت ترمنځ د جنجال لمن به تر سترې محکمې پورې وغزیږي

ددې شرکت مشر وایي دا نه یوازې د خلکو پر شخصي حریم تیری دی بلکه د هغوي شرکت به هم د انترنتي غلو په وړاندې کمزوری کړي.

امریکاییان نن سبا ځان ددې پوښتنې سره مخامخ ویني چې د ملي امنیت دپاره پر شخصي حریم باندې تیرې جایز دی او که نه؟

تاسو څه وایاست؟ تاسو ته کوم یو لومړیتوب لري، ملی امنیت او که شخصي حریم؟

آیا د یوه دپاره د بل قربانۍ ته هم حاضر یاست؟

د مایکروسافت موسس بل گېتز د پرمختللې تکنالوژۍ د شرکتونو یو هغه مشر دی چې د شخصي معلوماتو د شریکولو په جنجال کې د اپل د شرکت سره نه بلکه د متحده ایالاتو د حکومت پلوي کوي.

په امریکا کې ځیني یوازې امنیت ته لومړیتوب ورکوي ځیني نور د شخصي حریم ساتنې ته خو ځینې داسې هم شته چې وایي دا دواړه باید پرتله نشي ځکه دواړو مهم دي.

امریکاییانو ته د شخصي معلوماتو خوندي ساتنه خورا ارزښت لري خو ډیر خلک ملي امنیت ته ارزښت ورکوي.

د اپل د شرکت مشر تیم کوک وایي د اف بي آی د غوښتنې منل به د هغه د تیلفون کمپني د بیلابیلو انترنتي غلو او هکرانو په وړاندې کمزورې کړي.

د فیس بوک موسس مارک زوکربرگ پرون په بارسلونا کې د موبایل د نړیوال کانگرس په غونډه کې د وینا په ترڅ کې د ښاغلی کوک د مقاومت ملاتړ وکړ.

هغه وویل، «زه فکر کوم چې د ټاکل شوي کود او تعیین شوي رمز نه پرته سیستم ته د ننوتلو دپاره اضافی لارې چارې به د امنیت د لا ټینگیدو دپاره اغیزمنه لاره نه وي.

ددې شرکت مشر وایي دا نه یوازې د خلکو پر شخصي حریم تیری دی بلکه شرکت به هم کمزوری کړي.
ددې شرکت مشر وایي دا نه یوازې د خلکو پر شخصي حریم تیری دی بلکه شرکت به هم کمزوری کړي.

هغه پدې ترڅ کې دا پو ښتنه د غونډی له گډونوالو څخه وکړه چې آیا دا به سمه لاره وي چې نړۍ یې اوس په لور ور خوځیږي؟

خو د مایکروسافت موسس بل گیتس وایی اپل کولای شي چې دا تیلفون، چې د سن برناردینو د ترهه گرو په لاس کارول شوی دی، د اضآفي لارو چارو نه پرته پرانیزي.

هغه د فایننشل تایمز ورځپاڼې ته وویل چې حکومت هم همدیته ورته غوښتنه د بانک او د تیلفون نورو شرکتونو څخه کولای شي نو ولې دا شرکت باید مستثنی وي.

هغه پدې اړه داسې وویل، «فرض به وکړو چې یو بانک د یوه دیسک درایف نه فیته تاو کړې او ووایي چې بس ما ته مه وایه چې دا فیته پرې کړه ځکه ته به بیا بیا هر وخت دا غوښتنه کوی چې دا سړی بد دی او هغه بد دی او معلومات یی غواړو.»

هغه زیاته کړه چې دا د ساده پوښتنو په توگه هم مطرح کولای شو. او هغه دا چې، آیا رایې ورکونکي غواړي چې حکومت سره دې پدې برخه کې همکاري وشي؟ آیا داسې کومه پېښه یا قضیه هم گوروو چې کوم شرکت دې پخوا داسې مهم سري معلومات شریک کړي وي؟

گیتس وویل حکومت او پرمختللي شرکتونه باید د وگړو امنیت او شخصي حریم دواړه خوندي وساتي.

هغه زیاته کړه چې فکر نه کوي خلک دې وغواړي چې حکومت دې ددوي په استازیتوب خپل سری پریکړې او عمل وکړي.

گیتس او اکثر نور وړاندوینه کوي چې ددې قضیی د جنجال لمن به تر ستری محکمی پورې وغزیږي څو وضآحت وشي او دې پوښتنې ته چې ښایي په راتلونکې کې هم په بیلو ډولونو مطرح شي، یو دقیق ځواب وموندل شي.

هغه وویل، «زه فکر کوم همدا دلیل دی چې په یوازې څو ورځو کې ددې مسلې په تړاو نارې سورې اوچتې شوې دي ځکه دواړه خواوی ددې مسلې اهمیت حساسیت او پیچلتیا درک کوي.»

نتیجې ته ټوله نړۍ پداسې حال کې په ځیر په تمه ده چې نور هیوادونه هم همدې حالت سره یا مخامخ دي او یا به هم په راتلونکې کې ځانونه مخامخ وویني.

XS
SM
MD
LG