د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن په خپلو ګوندي سیالیو کې بیا مخکې شوه


هیلري کلنټن تر دې دمه د دیموکرات ګوند مخکښه کاندیده ده.
هیلري کلنټن تر دې دمه د دیموکرات ګوند مخکښه کاندیده ده.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن په جنوبي کارولینا ایالت کې ګوندې ټاکنې وګټلې.

کلنټن د افریقایي الاصله امریکایانو قوي ملاتړ ترلاسه کړ چې په دې سره ښايي د مارچ په لمړۍ نیټه د سوپرتیوزدی یا هغه سه شنبه چې په ډېرو ایالتونو کې ټاکنې کیږي- ورسره مرسته وکړي.

مېرمن کلنټن خپل سیال برني سندرز ته په لوي توپیر سره په جنوبي کارولینا کې ماتې ورکړه او وویل "پدې کې شک نه لرم چې د امریکا ښه کلونه به زموږ راتلونکې وي. موږ باید پدې باور ولرو، موږ باید ورته کار وکړو، باید د یوبل سره ودریږو، اوږه ورکړو، او د هغې راتلونکې پر لور یوځای حرکت وکړو چې موږ به یي جوړو."

سره لدې چې په جنوبي کارولینا کې په عمومي توګه په دې ټاکنو کې د رایه ورکوونکو ګډون کم رنګه و، خو سروې ګانې ښيې چې د دیموکرات ګوند په رایګیرۍ کې شپیته سلنه ګډون کوونکي تورپوستي وو او په لوی اکثریت یي د هیلري حمایت کړی دی.

دا حمایت به کیدی شي د راتلونکې سه شنبې په ورځ ال بامه، جورجیا، ټینیسي او ورجینیا ایالتونو، چې لوی شمیر تورپوستي رایه ورکوونکي لري، په ګوندي انتخاباتو کې بیا ترلاسه کړي.

خو د هیلري سیال برني سندرز بیا په مینیسوټا ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې داسې څرګنده کړه چې د سه شنبې په ورځ به د یوولسو ایالتونو په ګوندي سیالۍ کې هم مبارزه وکړي.

د مارچ په لومړۍ نېته د امریکا په ډېرو ایالتونو کې انتخابات کیږي.
د مارچ په لومړۍ نېته د امریکا په ډېرو ایالتونو کې انتخابات کیږي.

سندرز وایي "د امریکایي دیموکراسۍ لپاره نارینو او ښځو مبارزه کړې او مړه شوي دي او موږ به دغه امریکایي دیموکراسي یوځل بیا تازه کوو. موږ به داسی یو حکومت لرو چې زموږ د ټولو استازی وي، یوازې د کمپاین سره د مالي مرسته کوونکو به نه وي."

جمهوري غوښتونکي

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدانو هم خپل پام د راتلونکې سه شنبې ورځې څو ایالتي ګوندي ټاګنو ته جلب کړې. هغه سیالي چې په شخصي بیانونو بدله شوې ده.

د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید دونالډ ټرمپ په ارکنساس کې خپل نژدې سیال مارکو روبیو مخاطب کړ اوو ویل "زه هم ستړی شوی یم او تاسو هم د وړوکي روبیو په څیر کسانو نه ستړي شوي یاست. پوهیږئ چې یو وړوکی نماینده درته ښیم، هغه لکه په یوه دقیقه کې چې یو میل لاره وهي. هغوی به هیڅ کله کوم کار ونه کړي."

خو روبیو چې په تکساس ایالت کې و، هم پر ټرمپ لفظي بریدونه وکړل "دایي وخت دې چې د ټرمپ د مخ نه نقاب لری شي او خلک پری پوه شي چې د چا سره مخامخ دي. ټرمپ د فریب او دوکې یو هنرمند دی."

بل جمهوري غوښتونکی کاندید، ټیډ کروز بیا وویل چې د سه شنبې په ورځ به ټرمپ ته په خپل کور ایالت کې ماتې ورکوي.

کروز وایي"یو شی چې موږ ته واضح کیږي، هغه زموږ کمپاین یوازنۍ مبارزه ده چې دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکولې شي."

راتلونکې سه شنبې د (سوپر تیوزدی) په نوم یادیږي چې په ګوندې سیالیو کې ترټولو لویه یوه ورځنۍ سیالي ده چې د سلگونه استازو پریکړه پکې کیږي او له مخې به یي بیا معلومیږي چې د گوند په ملي کنوانسیون کې به د کوم کاندید پلوي کوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG