د لاس رسي وړ اتصالات

سوپر تیوزدې د کاندیدانو برخلیک ټاکونکي ورځ


د امریکا گوندي انتخابات
د امریکا گوندي انتخابات

د نظر د معلومولو یوه تازه سروې ښیي چې د کورونو د جوړولو سوداگر او د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د گوند کاندید ډانلډ ټرمپ به د خپلو نورو سیالانو نه نن د سه شنبې د ورځې په گوندي انتخاباتو کې چې په ١١ ایالتونو کې کیږي، مخکې شي.

دا سروي ښیي چې د ډیموکراټ گوند کاندیده او پخوانۍ خارجه وزیره هیلري کلنټن له خپل نژدې سیال برني سندرس نه مخکې ده.

دCNN او ORC گډه سروې ښیي چې په سلو کې ۴۹ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ ملاتړ کوي او په سلو کې شپاړس د هغه نژدې سیال د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو ملاتړ کوي او په سلو کی ۱۵ جمهوري غوښتونکي د ډانلډ ټرمپ د یوه بل مهم سیال او د تکزاس د ایالت سناتور ټیډ کروز سره ولاړ دي.

سروی ښیی چې په استثنا د تکزاس، په هغو ١١ ایالتونو کې چې نن په کې انتخابات کیږي، په باقي پاتي لسو ایالتونوکی جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ ښه گڼي او وایی چې خپلې رایې به ورته ورکړي.

میرمن کلنټن چی د ٢٠٠٩ میلادي کال نه تر ٢٠١٣ کال پورې خارجه وزیره وه، په سلو کې یې ۵۵ ډیموکراټان ملاتړکوي او په سلو کې ۳۸ دهغې د نژدې سیال سناتور برني سینډرس ملاتړکوي.

په عین وخت کی په واشنگټن کی د امریکا غږ خبریاله سنډي سین له کانگرس نه په یوه رپوټ کی وایي چې د ډانلډ ټرمپ په سر د جمهوري غوښتونکو ترمنځ ژوراختلافات راپیدا شوي دي او گوند په دوو برخو ویشل شوی دی.

ځینې محافظه کاران یې سخت مخالف دي او د مارکو روبیو ملاتړ کوي.

د ټرمپ د ملاتړ په سر په دغه گوند کې هغه وخت یوه غټه لانجه پورته شوه چې د کلو کلوکس کلان د نژاد پرسته سپین پوستې ډلې مشر گرینډ ماسټر ډیویډ ډیوک د هغه د ملاتړ اعلان وکړ.

تراوسه په کانگرس کی د جمهوري غوښتونکو یواځي دوو مخکښو مشرانو د ټرمپ سره خپل ملاتړاعلان کړی دی او نور انتظار کوي چی نن څه کیږي.

یو شمیرمشران کوښښ کوي چې ټرمپ نن مات شي او مارکو روبیو انتخابات وگټي مگر دا کار به گران وي.

XS
SM
MD
LG