د لاس رسي وړ اتصالات

د سګریت بوی د سږو د سرطان سبب کیدی شي


د ټولو نه زیات واړه ماشومان د سګریتو د بوی او دود نه د پیدا کیدونکو ناروغیو د خطر سره مخ دي

د ټولو نه زیات واړه ماشومان د سګریتو د بوی او دود نه د پیدا کیدونکو ناروغیو د خطر سره مخ دي

یوه نوې څیړنه ښیي چې د سګریتو بوی په انسانانو کې د سږو د سرطان د پیدا کیدو سبب کیږي. دغه نوي څیړنه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې شویده، دا پکې معلومه شوې چې کوچني ماشومان د ټولو نه زیات د سګریتو د بوی نه د سرطانانو د پیدا کیدو د خطر سره مخ دي.

پدې کې هیڅ شک نشته چې د سګریټ څکول انسان په بیلا بیلو نارغیو اخته کوي. خو آیا پوهیږئ چې د سګریټ دود تنفس کول هم زیات خطرناک دی.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د ریورسایډ په پوهنتون کې څیړونکو اوس معلومه کړیده چې د سګریټ بوي په خلکو کې د سږو د سرطانونو د پیدا کیدو سبب کیدلی شي.

په همدې پوهنتون کې بیالوژي پوه مانیولا مارټنس ګرین د سګریټ د بوی د خطرونو په باره کې داسې وایي:

" کله چې یو څوک سګریټ وڅکي، بوی او دود یې په کور کې په څوکیو، قالینو، کالیو او حتی ویښتو کې پاتې کیږي. حتی که زمونږ کور د لرګیو نه هه جوړ شوی وي، دود کولی شي چې هلته پاتې شي. په موټر کې هم دود او د سګریت بوی د زیاتې مودې لپاره پاتې کیږي. "

میرمن ګرین وایي " واړه ماشومان پدې خاطر د زیات خطر سره مخ دي چې هغوي په په هماغو ځایونو کې خاپوړې کوي چې د سګریټ بوی او دود پکې پروت وي" ماشومان دغه ځایونه لمس کوي او بیا لاسونه په خوله کې وهي.

پروفیسره ګرین او همکارانو یې چې پدې څیړنې په ګډه کار کوي، معلومه کړیده چې د سګریټ بوی او دود په ډیرې آسانۍ سره د انسان په وجود کې جذبیږی.

" کوم کیماوي مواد چې په سګریتو کې پیدا کیږي، د انسان د پوستکې له لارې ډیر ژر جذبیږي او بیا د وینې د جریان سره یو ځای کیږي او د انسان په ټول وجود کې خپریږي. "

امریکایي څیړونکو د سګریت د بوی او دود اغیز په مږکانو آزمایلي دی. هغوي د ماشینونو نه یو ډول دود تولید کړی چې د سګریتو بوی ته ورته دی او بیا یې مږکان په یوه احاطه شوي ځای کې د همدې دود سره یو ځای اچولی و چې معلومه شي په هغوي څه کیږي.

په تجربې کې ثابته شوه چې د مږکانو سږي خراب شوي و، او هم یې په وینه کې غوړ زیات شوي چې د شکرې د ناروغۍ سبب کیږي. د سګریت د دود او بوی د تنفس کولو له وجې د مږکانو په وینه کې ګلوکوز هم بې حده زیات شوی و.

د ډاکټرانو په تجربې کې همدارنګه معلومه شوه چې په مږکانو کې د انسولین د مقاومت ماده پیدا شوې وه چې د دویمې درجې د شکر د ناروغۍ سبب کیږي.انسولین د انسان په وجود کې ګلوکوز په انرژۍ بدلوي.

XS
SM
MD
LG