د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان پاکستان په سرحدي سرغړونو تورن کړ


افغان چارواکي وايي له پاکستاني اړخه د کونړ، نورستان او ننګرهار پر ځينو سیمو د توغندیو بریدونه کیږي
افغان چارواکي وايي له پاکستاني اړخه د کونړ، نورستان او ننګرهار پر ځينو سیمو د توغندیو بریدونه کیږي

​د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان پوځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په سرحدي سرغړونو تورن کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ د سرحدي سرغړونو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړې او د ملي امنیت د شورا اړوندو ادارو ته یې ددغو سرغړونو پر وړاندې د لازمو اقداماتو د ترسره کولو لارښوونه کړې ده.

ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ له خوا ترسره شویو سرغړونو له کبله اندیښمن دی.

تیره ورځ د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له پاکستان وغوښتل چې سرحدي سرغړونې سملاسي بندې کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "د یوې مسلې په هکله چې په دې ورځو شپو کې په یوې ډیرې حادې مسلې بدله شوې او ځای لري چې په دغسې یوه غونډه کې یې یادونه وشي، د کرښې له هغې غاړې بریدونه باید بند شي یو ځل او د تل لپاره ".

هیلیکوپترې

د کونړ د دانګام ولسوال عنایت الله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تیره ورځ د پاکستان پوځي هلیکوپترو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بمباري وکړه.‌ د ولسوال په خبر چې په بمبارۍ کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی خو له امله یو شمیر کورنۍ بیځایه شوي دي.

خو د کونړ والي وحید الله کلیمزي امریکا غږ سره په مرکه کې د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ د هلیکوپترو بمباري تائید نه کړه او وې ویل چې پرونۍ بمباري د ډیورنډ د کرښې هغې غاړې ته شوې ده.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت په روانه اونۍ کې د ننګرهار د ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په سرحدي پوستو د پاکستان د سرحدي ځواکونو د توغنیدیو بریدونه تائید کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د دفاع د وزارت سرپرست او د افغان پوځ لوی درستیز خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې په خپل ټول توان سره د خپل هیواد څخه دفاع وکړي.

جنرال وزیري وویل " خبره داده چې هرچیرته چې کوم داسې عمل وشي، هلته زمونږ قوتونه عمل کوي، اجرات کوي او چاته ددې اجازه نه ورکوي چې یا بیرغ پورته کړي او یا هم تاسیسات جوړ کړي".

پاکستاني چارواکو تر دې دمه د سرحدي سرغړونو په تړاو د افغان چارواکو نیوکو او تورنو ته ځواب ندی ورکړی. اسلام آباد پخوا ویلي وه چې د تحریک طالبان پاکستاني ځيني مشران د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG