د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت امریکایی غړی پیشمرگه ځواکونو نیولي دی


یو امریکایی چې د راپورونو له قراره د اسلامی دولت غړی دی. د عراق په شمال کې د سنجار ښار ته نږدی ېې کردی پیشمرگه ځواکونو ته ځان سپارل دی.

سربازحما امین، چې په عراق کې د پیشمرگه ځواکونو یوقومندان دی، د امریکا غږ ته وویل، چې د هغوی ځواکونو د دوشنبي په ورځ د گزمي پرمهال دغه مشوک کس لیدلی و.

امین زیاتوي، چې دغه مشوک کس هغوي ته وویل، چې دهغه پلار یو فلسطیني دی.

ددغه مشوک کس د ورجینا ایالت د موټر چلونکي د جواز نامي عکس د امریکا غږته استول شوي، چې په هغه کې دې د محمد جما خویس په نامه پیږندل شوي دی.

په واشنگټن کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت یو چارواکې وویل،،، مونږ ددی راپورونو په اړه معلومات لرو، چې یو کس چې د امریکا تابعه دی او ممکن د اسلامی د ډلی د وسله والو سره یو ځاي جنگیدی، په شمالی عراق کې د پیشمرگه ځواکونو لخوا نیول شوي دی. موږ د عراقي او کردی چارواکو سره په تماس کې یو چې ددی راپورونو حقیقت معلوم کړو،،.

محمد جما خویس پلار جمال خویس د امریکا غږ ته په یوه ځانگړي مرکه کې وویلې دی چې هغه ددی هڅه وکړه چې د امریکاېې چارواکو سره د خپل د زوي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

،، زه د امریکا د بهرینو چارووزارت ته ولاړم چې د خپل دزوي په اړه پوښتنه وکړم، هغوی زما سره مرسته ونکړه،،.

د عراق د کردی پیشمرگه ځواکونو یو جنرال هاشم سیتایا د امریکا غږ ته وویل، چې د غه مشوک کس د ترکېې دلاری ېې سورېې ته سفر کړی و چې د اسلامي دولت د ډلی سره یو ځاي شي.

XS
SM
MD
LG