د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د شل اوریز جام لومړۍ سیالي سريلانکا ته وبایلله


افغانستان ددې جام راتلونکې سیالي د مارچ په شلمه په ممبي کې د جنوبي افریقا د ټیم سره کوي.

افغانستان ددې جام راتلونکې سیالي د مارچ په شلمه په ممبي کې د جنوبي افریقا د ټیم سره کوي.

د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن افغانستان د خپل ګروپ لومړۍ لوبه د سري لنکا سره وکړه او په خپل توپ وهنه کې ېې سري لنکا ته د ۱۵۴ منډو یو ښه هدف ورکړ. د افغانستان به ۱۵۴ منډو کې د کپتان اصغر ستانکزي د پنځوسیزي نه علاوه د سمیع الله شینواري ،نور علي ځدران او نجیب ځدران مهمه برخه وه.

نن محمد شهزاد شفیق الله شفق او محمد نبي هغسې لوبه ونکړه چې هیله ورنه کیدله. بل مشکل د افغانستان د بیټینګ په ترتیب کې هم تسلسل نه لیدل کیږي چې نجیب ځدران مخکې راوباسي که دولت ځدران.؟

خو بیا په توپ اچونه کې افغانستان ونکړی شو چې د دغه هدف ساتنه وکړي او سري لنکا د څلورو لوبغاړو په سوزیدو دغه هدف پوره کړ. د سري لنکا لوبغاړي تیلکرتنې دلشن تر اخره د افغانستان مقابله وکړه او ۸۳ منډې وکړې .

د افغانستان د ماتې په علتونو کې یو مهم علت د فیلډینګ په ډګر کې ضعف و چې قریب شل منډې ېې د سم نه نیولو له کبله سري لنکا ته ورکړې. د افغانستان له لوري توپ اچونکو راشد ارمان ،سمیع الله شینواري او محمد نبي ښه توپ اچونه وکړه.خو توپ نیونکو ورسره یاري ونکړه.

په ننۍ لوبه کې د افغانستان ټیم کې یو تغیر و چې د ګلبدین نایپ په ځای کریم صادق اخیستی و چې توپ وهنه کې هیڅ هم ونکړل او توپ اچونه کې ېې دوه اورو کې یوویشت منډې ورکړې.

سري لنکا دا وخت دکرکټ د شل اوریز نړیوال جام قهرمانه ده

سري لنکا دا وخت دکرکټ د شل اوریز نړیوال جام قهرمانه ده

د لوبې غوره لوبغاړی د سري لنکا لوبغاړی دلشن شو. سري لنکا ته دې بري سره دوه پواینټه ورسیدل. چې په اسیا جام کې د ماتو نه پس لومړۍ بری هم دی.

افغانستان به د کرکټ شل اوریز جام راتلونکې سیالي د مارچ په شلمه ممبي کې د جنوبي افریقه د ټیم سره کوي.

دلته کلکته کې د زرهاو په شمیر افغانان د خپل ملي ټیم د ملاتړ دپاره راغلي وو.همداراز د افغانستان هم د کابینې وزیرانو د پارلیمان وکیلانو په ګډون یو لوړرتبه هیت هم کلکته کې د خبل ملي ټیم ملاتړ ته راغلی و.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG