د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان په یمن کې هوایي بمبارۍ بندوي


متحده ایالاتو د سعودي عربستان د پریکړې ملاتړ کړی
متحده ایالاتو د سعودي عربستان د پریکړې ملاتړ کړی

.تقریباً یو کال کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه په یمن کې په حوثیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، هوایي بمبارۍ کوي خو سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو ته وویل چې په یمن کې په حوثي شعیه یاغیانو هوایي بمبارۍ بندوي.

د سعودي عربستان د پوځ ویاند برید جنرال احمد العسیري د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې " ائتلافي ځواکونه به د یمن د امنیتي ځواکونو سره هوایي ملاتړ او روزنې کې خپله همکاري جاري وساتي. "
عسیري وایي " د ائتلافي ځواکونو هدف په یمن کې د یوه قوي حکومت او قوي ملي پوځ جوړول دي چې وشي کړی په ټول هیواد کې د ترویزم ضد مبارزه وکړي او قانون تطبیق کړي. "
د سعودي عربستان د پوځ دغه ویاند زیاتوي چې " د ائتلافي ځواکونو یوه کوچني ډله په یمن کې پاتې شي چې د هغه هیواد امنیتي ځواکونه وروزي ".

په همدې کې د امریکا متحده ایالاتو د سعودي عربستان د دې پریکړې هرکلی کړی او وایي چې "په یمن کې د سیاسي حل ته بې حده زیاته اړتیا شته ده. "

حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، په 2014 کال کې یې د یمن پایتخت صنعا ونیوه او په نړیوال سطح د پیژندل شوي جمهور رئیس عبدو ربو هادي منصور حکومت یې ړنګ کړ.

ښاغلی هادي سعودي عربستان ته وتښتید خو پروسږکال بیرته یمن ته ستون شو او د عدن په ساحلي ښار کې یې خپل حکومت جوړ کړ.

په یمن کې د هماغې ورځې راهیسې چې کورنۍ جګړه پیل شوې، شاوخوا شپږ زره کسان پکې وژل شوي چې اکثره یې عام خلک دي. یوازې 119 کسان د همدې تیرې سه شنبې په ورځ د ائتلافي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شول چې په یوه بازار شوی و.

XS
SM
MD
LG