د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ افغانان د وطن د مینې سره آشنا کړل


عبدالقیوم ګومل وال د اسټرالیا په سډني ښار کې اوسیږي ،هغه قریب یو دیرش کاله کیږي چې افغانستان نه مهاجر شوی او بیا ېې خپل ګومل نه دی لیدلی ،هغه په کال ۲۰۱۵ کې په اسټرالیا کې د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ولید نو خوشاله شو چې افغانستان هم د نړۍ په میدان کې یو نوم ګټلی دی.

خارج کې میشت افغانان د خپل ملي ټیم ملاتړ دپاره هند ته رسیدلي
خارج کې میشت افغانان د خپل ملي ټیم ملاتړ دپاره هند ته رسیدلي

ښاغلی ګومل وال چې کله خبر شو چې د افغانستان کرکټ ټيم په کرکټ شل اوریز جام کې لوبیدو دپاره ته هند ته ځي نو ده هم خپل کور کار او کاروبار پریښود او ناګپور ته ېې ځان را ورسوه. اول ېې د افغانستان درې سیالۍ ولیدې ،خو کله چې افغانستان دویم پړاو ته ووت نو خپل سفر ېې نور هم وغځوه او ناګپور نه کلکتې ،کلکتې نه ممبي او اخر دهلي ته ورسید. دا ټول سفر زحمت او مصارف ېې یوازې د وطن په مینه کې وکړل.

عبدالقیوم ګومل وال غوندې نور افغانان هم د اروپا د سويډن او هالینډ ،د عربي اماراتو او نور ملکونو نه هند ته راغلي او ملي لباس اغوستی،ملي بیرغ په لاس د هند په ګرمۍ کې په خولو کې ډوب افغانستان زنده باد نعرې وهي.افغانستان که لوبه ګټي او که بایلي خو دوي په دې خوشاله دي چې خپل ملي ټیم لري او دوي ورباندې ویاړي.

سویډن نه ناګپور،بیا کلکتې او ممبي ته سفر کونکی افغان دواد سیال وايي چې زه سویډن کې د دولت مامور یم او کله چې خبر شوم چې د افغانستان ملي ټیم هند ته تللی نو ما هم د کار نه رخصتي واخیسته او د خپلې میرمن سره ناګپور ته ورسیدم او ټيم چې هرچرته تللی ،موږ ورسره تللي یو. هغه وايي چې دا ورځ مو خوب کې لیدله او نن مو په حقیقت کې ولیده چې افغانستان به د نړۍ په سترو میدانو کې لوبیږي او موږ به رخصتيو کې د خپل ملي ټيم سره سفرونه کوو.

اسټرالیا نه عبدالقیوم ګوملوال او سویډن نه داود سیال په ممبي کې د وطن او کرکټ مینې آشنا کړل
اسټرالیا نه عبدالقیوم ګوملوال او سویډن نه داود سیال په ممبي کې د وطن او کرکټ مینې آشنا کړل

عبدالقیوم ګومل وال هم دې ته خوشاله دی چې موږ ته هم خدای دا ورځ وښوده چې د نورو ټیمونو د کرکټ لیدو په ځای خپل لوبغاړي وینو او لاسونه ورته پړقوو.هغه وايي چې کرکټ راته بیرته خپل ورک افغانستان راکړی او د وطن د مینې سره ېې آشنا کړو.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG