د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل د ویسټ انډیز کرکټ ټیم سره مخامخ کیږي


ویسټ انډیز پخپله د کوم هیواد نوم نه دی ،بلکې دا د بحراوقیانوس په لودیز کې پرتو یو شمیر جزیرو د کرکټ لوبغاړو نه جوړ شوي ټیم نوم دی. دغه جزیرې چې مختلفو وختونو کې د مختلفو ملکونو مستعمرې وې اوس نیمه خپلواکه بلل کیږي او کریبین په نوم یادیږي. چې دې کې جمیکا،باربډوس،ټرینيدا ،ټوباکو،سیڼټ لوشیا،ګیانه،ډومینکا،انټیګوا،سینټ وینسا او نورو وړو جزیرو چې ټولې ۱۵ کیږي، لوبغاړي د ویسټ انډیز د ټیم په نوم یو شریک ټیم کې لوبیږي.

د ویسټ انډیز ټیم د نولس سوه اتیا او نوي په لسیزه کې د ڼړۍ د ټولو نه قوي او نه ماتیدونکی کرکټ ټیم بلل کیده،د یو ورځینو اوټیسټ سیالیو قهرمان و. د کرکټ لومړي دوه پنځوس اوریز جامونه ېې وګټله. د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي لکه ګیري سوبرز ،لارنس ګیبز، ویون رچړډ ،کلایو لایډ ،میلکم مارشل، براین لاره او مایکل هولډنګ د ویسټ انډیز د فتحو ترشا ولاړ وو.

ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې د یو زړه ور او مست ټيم به نوم یادیږي
ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې د یو زړه ور او مست ټيم به نوم یادیږي

ویسټ انډیز اوس یو ځل بیا خپل پخوانی قوت او اتحاد ترلاسه کړی او د کریس ګیل،ډیرل سمي ،براو او سیمویل غوندې لوبغاړي لري.ویسټ انډیز په دې روان شل اوریز جام کې انګلستان سري لنکا او جنوبي افریقه ته ماتې ورکړه او اوس اخري سیالي د افغانستان سره لری.

افغانستان د کرکټ د اولې درجې د لسو ټیمونو د جملي نه د نهو ټیمونو سره به یو ورځینو او شل اوریزو سیالۍ کې مخامخ شوی ،چې دوو یعني بنګله دیش او زمبابوې ته ېې ماتې هم ورکړیدي .خو د ویسټ انډیز د ټیم سره اول ځل مخامخ کیږي.یوازې یو ځل د کال ۲۰۱۲ په ستمبر کې افغانستان د ویسټ انډیز کې څلور اړخیز ټورنامنټ کې د دوه جزیرو ټرنینډاډ او باربډوس سره سیالي کړې وه او ګټلې وه او بیا ېې په همدې کال د کرکټ د شل اوریز جام د تمریني لوبو په لړ کې ویسټ انډیز سره مخامخ شوی و خو ګټلې ېې نه وه.

افغانستان د کرکټ د شل اوریز جام لومړۍ سیالي هم کال ۲۰۱۰د ویسټ انډیز په میدان کړې وه.افغانستان د کرکت مینه وال د ویسټ انډیز د ټیم سره یوه خاصه مینه هم لري او دا ګني چې ویسټ انديز ټیم د غریب او پسمانده جزیرو لوبغاړو نه جوړ شوی ټیم دی او هغو هم د کرکټ نه پرته بله خوشالي نه لري.د ویسټ انډیز لوبغاړي هم د افغانانو سره خاصه مینه لري. کال ۲۰۱۲ کې د ویسټ انډیز په سفر تللي افغان ټیم ته د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړي براین لاره میلمستیا هم کړې وه.

ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ تر ډیره وخته حکمراني کړې
ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ تر ډیره وخته حکمراني کړې

په دې نیزدو ورځو کې د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ سیالیو کې د افغانستان لوبغاړی محمد نبي او د ویسټ انډیز کپتان ډیرل سمي یو ټیم کې و چې کوچ ېې هم د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړی ویو وین رچړډ و.همداراز دلته هند کې د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبغاړي یو هوټل کې اوسیږي او یو بل سره ډیر ښه خوشاله دي چې یو مثال ېې د محمد شهزاد او د ویسټ انډیز د ټیم لوبغاړي شریکه نڅا هم ده چې ویډیو ېې خلکو خوښه کړې.

افغانستان د کرکټ ټیم به د ویسټ انډیز سره خپله لومړۍ سیالي د ناګپور په میدان کوي
افغانستان د کرکټ ټیم به د ویسټ انډیز سره خپله لومړۍ سیالي د ناګپور په میدان کوي

نو د مارچ په اوویشتمه ناګپور کې د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ټیمونو ترمنځ لومړۍ رسمي نړیواله سیالي ده. ویسټ انډیز د شل اوریز جام سیمي فاینل ته وتی او افغانستان دپاره دا وروستۍ سیالي ده نو دواړه به ورنه خوند اخلي او که افغانستان وګټله نو د یو بري سره به ستانه شي او که نه نو د کرکټ د لسو اول درجه ټیمونو سره د سیالیو لرلو حساب به ېې پوره شي. یوه ښه تجربه به واخلي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG