د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په تاریخ کې د افغانستان ستر بری


افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د کرکټ د اولې درجې ټیم ته ماتې ورکړه. افغانستان دغه فتحه نن د هند په ناګپور میدان ترلاسه کړه.دا اول ځل دی چې افغانستان د ویسټ انډیز غوندې تکړه ټیم سره مخامخ کیږي او ماتې ورکوي.دا اول ځل دی چې افغانستان د کرکټ شل اوریز جام په لسو ټیمونو کې لوبیږي او یوه لوبه هم ګټي.

نن د ویسټ انډیز ټیم پچه وګټله او بالنګ ېې وکړ.افغانستان په شلو اورونو کې ۱۲۳ منډې وکړې چې د نجیب ځدران ۴۸ او شهزاد ۲۴ منډې شاملې وې. دغه هدف د شل اوریزو سیالیو په حساب ډیر کم و او فکر کیده چې ویسټ انډیز به ېې اسانۍ سره ترلاسه کړي .

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ یو ستر ټیم ته نړیوال جام کې ماتې ورکړه
افغانستان په لومړي ځل د کرکټ یو ستر ټیم ته نړیوال جام کې ماتې ورکړه

خو د افغانستان غوره توپ اچونې او فیلډینګ ویسټ انډیز پرې نښود چې دغه اسانه هدف ته ورسیږي . حمید حسن ،راشد ارمان ،حمزه هوتک ،سمیع الله شینواري او مجمد نبي ټولو غوره بالنګ وکړ او د ویسټ انډيز تر اخره خوځيدو ته پرې نښود.

افغانستان د دې بريا سره د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې بریالی سفر پای ته ورسید.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG