د لاس رسي وړ اتصالات

قومي مشران او عالمان د پولیو په هکله پوهاوي کې مرسته کوي


که څه هم په افغانستان کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې په مخ کې ځينې ستونزې لېدل کېږي، خو په ټوليز ډول داسې ښکاري، چې د پوليو د ويروس د خطر په اړه عامه پوهاوی د پراختيا په حال کې دی.

د پکتيکا د سروضې اوسېدونکي محمد نذير له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې د سيمې خلک يې تر يوه بريده پوهېدلي، چې ګوزڼ د ماشومانو د دايمي فلج لامل ګرځي او بيا هيڅکله تداوي نه لري.

”خلک واکسين ته خوښ دي، چې ماشومان يې له فلج وساتل شي. له خلکو مې غوښتنه دا ده، چې ماشومانو ته واکسين ولګوي، ځکه ډېره ګټه لري او هم له صحي کارکوونکو سره مرسته وکړي‟.

د پکتيکا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل وايي، چې د پوليو ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې ددغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې د عامه پوهاوي هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.

هغه وويل، چې په دې برخه کې پر مذهبي او قومي مشرانو سربېره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي. د هغه په وينا هڅه کوي، چې د ګوزڼ د واکسين په تطبيق کې د خلکو پوره همکاري راجلب کړي.

”ځينو کسانو خپلو ماشومانو ته واکسين نه ورکول. نو موږ عامه پوهاوی جدي کړی، خلکو ته ورځو تبليغات ورته کوو. خپلو روغتيايي مسوولينو ته هم په ډېر ټينګار سره وايو، چې عامه پوهاوی ګړندی وساتي‟.

پکتيکا له تېرو دريو کلونو راهيسې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نلري، خو ډاکټر ولي ګل وايي، چې له پاکستان سره د سرحد له امله دغه ولايت اوس هم د پوليو د ويروس له جدي خطر سره مخ دی.

”پوليو وحشي ويروس دی، چې ماشومان د تل لپاره فلج کوي. څو کاله مخکې مخالفتونه ډېر وو، خو اوس د همدغو خلکو پوهه زياته شوې او ډېره کمه فيصدي خلک له واکسين سره علاقه نه ښيي‟.

ديني عالم عبدالقدير د اسلام له نظره پر هر انسان خپله روغتيا ساتنه فرض بولي. مولوي عبدالقدير له خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا په خاطر د ګوزڼ پرضد مبارزه کې پوره برخه واخلي.

”د دې لپاره چې زموږ خويندې، وروڼه او زامن د بل له محتاجۍ په امن وي، نو د هر بشريت دا دنده ده، چې د ګوزڼ په ضد مبارزه کې خپلې هلې ځلې وکړي او د فلج له ناروغۍ يې وژغوري‟.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم پکې د ګوزڼ يا په ماشومانو کې د فلج ويروس پاتې دی. روان ۲۰۱۶ ميلادي کال په افغانستان کې يوه او پاکستان کې شپږ د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوېدي.

XS
SM
MD
LG