د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ټاکنیز بهیر او د نړیوال تروریزم په اړه تاوده بحثونه


په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په بحثونو کې ټوله پاملرنه نړیوال تروریزم ته اړول شوې ده
په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په بحثونو کې ټوله پاملرنه نړیوال تروریزم ته اړول شوې ده

پداسې حال کې چې د بلجیم خلک په ماتم کې دي امنیتي اندېښنو په بروکسل کې د سولې په ملاتړ د لاریونونو مخه هم ونیوله.

دغه برید، د اتلانتیک نه را دیخوا د شدیدو غبرگونونو په ترڅ کې وغندل شو. جمهوري غوښتونکی کاندید تد کروز ژمنه وکړه چې داعش به له منځه یوسي.

تد کروز وایی تروریزم ته به د کلک ځواب په ترڅ کې له پوځي لارې ماتې ورکړي.
تد کروز وایی تروریزم ته به د کلک ځواب په ترڅ کې له پوځي لارې ماتې ورکړي.

هغه وویل، "او مونږ دا کار د کلکو هوایی بمباریو له لارې کولای شو، داسې بمبارۍ چې له خاورو سره یو او پوره له یاده وایستل شي."

د تیلفوني مرکې له لارې د جمهوري غوښتونکو له گوند څخه مخکښ کاندید دانلد ترمپ وویل چې متحده ایالات په خطر کې دي.

دانلد ترمپ وایي ترهه گري له کنتروله وتلې ده
دانلد ترمپ وایي ترهه گري له کنتروله وتلې ده

هغه زیاته کړه چې ترهه گري له کنتروله وتلې ده او که مونږ غښتلي او هوښیار ونه اوسو نو د لویو ننگونو سره به مخ شو.

جمهور رئیس اوباما وایي ترهه گري یوازې له پوځي لارې نشي ختمیدای
جمهور رئیس اوباما وایي ترهه گري یوازې له پوځي لارې نشي ختمیدای

جمهور رئیس اوباما وویل چې ترهه گري یوازی له پوځي لارې نشي ختمیدای او متحده ایالات باید د نورو دپاره یو مثآل واوسي.

هغه د داعش له منځه وړل مهم وبلل او زیاته یی کړه، " داعش څخه د تښتیدونکو مهاجرینو په لور زمونږ پرانستې غیږ، د داعش د کرکجنی او له تاوتریخوالي نه د ډکو تبلیغاتو د له منځه وړلو او ددې ډلې د ماتولو زمونږ هوډ ټینگ دی. دوی د اسلام په نوم د ځوانو مسلمانانو څخه په خپله گټه کار اخلي. پدې مبارزې کې زمونږ مهم متحدین پخپله امریکایي مسلمانان دي."

دا د دیموکرات گوند څخه د مخکښی کاندیدې، هلري کلنتن پیغام هم دی.

مونږ ځانونه ویرې او وحشت ته نشو ور سپارلای
مونږ ځانونه ویرې او وحشت ته نشو ور سپارلای

هغې وویل، "مونږ ځانونه ویرې او وحشت ته نشو ور سپارلای. دا زمونږ د ملی ارزښتونو په خلاف هم دی او مونږ په غوره توگه ساتلای هم نشي. دا د ترهه گرو لاره ده."

جمهوري غوښتونکي پر جمهور رئیس اوباما د ضعف تور لگوي. پدې اړه جمهوري غوښتونکي کاندید تد کروز خپل نظر دآسې څرگند کړ "هغه ددې اصطلاح د استعمال نه هم ډډه کوي. د اسلامی تندلارو ترهه گري. پر ځای یې هغه د اسلام څخه د نه ویرې لکچر راکوي. نور نو بس دی. مونږ به د داعش سره دا کوو. مونږ یې باید په وړاندې د بی انتحا قوت نه کار واخلو، دښمن به وژنو او له هغه ځایه به وځو."

سناتور برني سندرز ددې سره مخالف دی چې متحده ایالات بیا د منځني ختیځ په جگړو کې را ښکیل شي.
سناتور برني سندرز ددې سره مخالف دی چې متحده ایالات بیا د منځني ختیځ په جگړو کې را ښکیل شي.

د یموکرات سناتور برني سندرز د مسلمانانو څخه غواړي چې ددغه مبارزې مشري په غاړه واخلي. هغه وویل چې دی ددې مخالف دی چې متحده ایالات بیا د منځني ختیځ په جگړو کې را ښکیل شي.

په پاریس کې د تیرې اونۍ تر برید وروسته، سروې گانې د ټاکنو په جریان کې چې په معمول ډول پاملرنه کورني اقتصاد ته اړول شوې وي، دا ښیي چې د امریکاییانو په اندېښنو کې د امنیتي ډاډ د نشتوالی ستونزه زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG