د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ انډیز په یوه ورځ د کرکټ دوه نړیوال جامونه وګټل


cricket west

cricket west

​ویسټ انډیز د کرکټ د ۲۰ اورونو د نړیوال جام په پایلوبه کې په یوې په زړه پورې لوبې کې انګلينډ ته ماتې ورکړه او نړیواله اتلولي یې وګټله.

د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله، خو د توپ اچونې پرېکړه وکړه. انګلینډ په ۲۰ اورونو کې ویسټ انډیز ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه، خو ویسټ انډیز په وروستي اور کې پوره او اتل شو.

په وروستي اور کې ۱۷ منډې په کار وې، خو د ویسټ انډیز توپ وهنکي کارلوس برایتویس په څلورو توپونو پرلپسې څلور شپیږیزې ووهلې او نړیوال جام یې وګاټه. دا دویم ځل دی چې ویسټ انډیز د ۲۰ اورونو اتلولي ګټي، لومړی وار یې په ۲۰۱۲ کال کې ګټلې وه.

انگلستان گټلې لوبه په اخري اوور کې وبایلله

انگلستان گټلې لوبه په اخري اوور کې وبایلله

ویسټ انډیز په دغه نړیوال جام کې یوازې یوه لوبه بایللې ده، هغه یې هم افغانستان ته. ویسټ انډیز، په همدې ورځ د ښځو د ۲۰ اورونو نړیوالي اتلولي هم وګټله.

د ښځو په سیالیو کې اسټرالیا ویسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ، چې ویسټ انډیز پوره او په لومړي ځل یې د ښځو نړیواله اتلولي وګټله.

تر دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د ویسټ انډیز د ۱۹کلنو ځوانانو لوبډلې هم نړیوال جام او نړیواله اتلولي ګټلي وه.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG