د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د شخصي دښمنيو او تربگنیو ښکار هم دي


د پښتنو ترمنځ د خپل منځي دښمنيو پربنسټ د يو او بل وژل اوږد تاريخ لري. د وخت په تېرېدو نه يوازځې دا ټولنيزه ستونزه حل شوې نده، بلکې په ځينو مواردو کې يې د پخوا په پرتله لاډېره بدرنګه بڼه خپله کړې.

پوله پټۍ، نور جايدادونه، شتمني، د ماشومانو په سر لانجې، له ښځو سره تاوتريخوالي او حتی په زياتره مواردو کې ډېر نور واړه مسائل د خپلمنځي دښمنيو اساسي لاملونه بلل کېږي.

د خوست د ولايتي شورا پخوانی رئيس سيدکريم خاکسار، چې ډېری وخت د شخصي بديو په هواري کې منډې ترړې وهي، د بې علمۍ ترڅنګ د پښتنو د وروسته پاتې کېدو يو عمده علت همدا ناوړه پديده بولي.

خاکسار زياته کړه: ” په بدۍ کې تر اخره په مرګونو دوام کوي، پر يو او بل زړه سوی نه کوي. حل يې ډېر مشکل کار دی. د يوه مړي شل کاله وتلي خو بيا هم خپل انتقام اخلي. اوس د تازه بديو کچه راکمه شوې، خو زړې بدۍ اوسنيو خلکو ته په ميراث پاتې دي‟.

د خوست د مرکز اوسېدونکی ډاکټر وصال شاوخوا درې کاله مخکې له نږدې خپلوانو سره د يوې وړې مسئلې په سر د بدۍ په نتيجه کې خپل ورور او مقابل طرف د تره زوی له لاسه ورکړي.

د افغانانو زیاتره وخت د شخصي دښمنیو او تربگنیو د ختمولو په جرگو تیریږي
د افغانانو زیاتره وخت د شخصي دښمنیو او تربگنیو د ختمولو په جرگو تیریږي

د ډاکټر وصال دغه دښمني د ځينو کسانو په منځکړتوب دوې ورځې مخکې پای ته ورسېده. هغه خوشحاله ښکارېده، خو پر هغو ستونزو راته وغږېده، چې د تېرو دريو کلونو په موده کې يې ګاللې دي.

نوموړی وايي: ” زه هيچېرې ازاد نشوم تللی، که تللم به، نو مسلح به وم. ممکن مقابل طرف هم همداسې وي. ما له خپلو نږدې ملګرو سره هم نشوای کتلای. زه ډاکټر يم او معاينه خانه لرم. په معاينه خانه کې مې ارام وخت نشو تېرولی. ذهني سکون مې په بشپړ ډول له لاسه ورکړی و‟.

د هغو کورنيو، چې خپلمنځي دښمنۍ لري، کره شمېر معلومولو ستونزمن برېښي، خو ډېرې داسې سيمې شته، چې کور په کور سره بدي لري. اوسېدونکي وايي، چې دې اجتماعي ستونزې له ژونده ويستلي دي.

ديني عالم علاوالدين بيا د اسلام له نظره د يادې موضوع په اړه داسې وايي: ” په پښتنو کې دا مشکل شته، چې د يو چا په لاس يو څوک قتل شي، نو مقابل طرف راپاڅېږي په هغه کورنۍ کې بل بې ګناه کس قتل کوي. دا کار د اسلام له نظره بالکل حرام دی ‟.

پخوا وختونو کې د شخصۍ بدۍ د حل يواځينۍ لاره، چې په ترڅ کې به يې کسان وژل شوي وو، په بدو کې د نجونو ورکړه وه، خو د عامه پوهاوي د زياتېدو په نتيجه کې دا کلتور تقريباً له منځه تللی دی.

د مدني فعال محمدرسول عادل له نظره د يادې ستونزې مخنيوی په حوصلې او صبر کولو ممکن دی، خو د بدۍ پای ته رسول بيا داسې منځګړو ته اړتيا لري، چې په حل کې يې له پوره رښتينولۍ کار واخلي.

هغه وويل: ” که د مقتول کورنۍ ته پيسې ورکړي، بيا هم په پښتنو کې پيغور دی او وايي، چې مړی يې په پيسو خرڅ کړ. خو په يوه بله معقوله طريقه حل شي، بيا هيڅکله ترمنځ ستونزه نه رامنځته کېږي‟.

له دې ټولو سره د پښتنو ترمنځ د دښمنیو په پاللو کې ځینې اصول، چې دواړه غاړې ورته درناوی لري، د ښځو او ماشومانو نه وژل او له ناموسي سپکاوي ځان ساتل دي، مګر راتلونکی يې له زښتو زياتو ستونزو سره مل وي.

XS
SM
MD
LG