د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په شل اوریز جام کې ستر ویاړونه وگټل


د کرکټ شل اوریز جام د ویسټ انډیز د بري سره پای ته ورسید.په پای لوبه کې ېې د انگلستان ټیم ته ماتې ورکړه. دې بري سره د ویسټ انډیز د کرکټ د شل اوریز جام د شپاړلس ټیمونو په سر کې راغی نو ورسره افغانستان هغه ټیم یاد شو چې د دې جام گټونکي ټیم ویسټ انډیز ته ېې ماتې ورکړه. ویسټ انډیز په کرکټ شل اوریز جام کې یوازې یوه سیالي بایللې او هغه ېې افغانستان ته وبایلله. چې دې بري سره د افغانستان نوم د کرکټ په نړیوالو رسنیو کې په روښانه ټکو لیکل کیږي.

محمد نبي او راشد ارمان غوره بالرانو کې اول او دویم مقام گټلی
محمد نبي او راشد ارمان غوره بالرانو کې اول او دویم مقام گټلی

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شل اوریز نړیوال جام کې په لومړي ځل د لسو غوره ټیمونو په پړاو کې ولوبیده او د کرکټ د مبصرینو پام ېې ځانته راوگرځوه.څه وخت چې د افغانستان ټیم د جنوبي افریقه خلاف زړه وره لوبه وکړه نو د کرکټ مشهورو مبصرینو او ویب پانو د افغانستان د ملي ټیم او لوبغاړو صفتونه وکړل.

لوبه جنوبي افریقه ګټلې خو زړونه افغانستان ګټلې . افغانستان باید د کرکټ د نړیوالو سیالیو دایمې برخه شي . د افغانستان د راتګ سره د کرکټ میدان ښکلی شویدی او محمد شهزاد د دې سیالیو هیرو دی.دا هغه جملې او څرګندونې دي چې د کرکټ مبصرینو او ماهرین ېې په رسنیو ،ټولنیزو رسنیو او تلویزوني چینلو کوي. د پاکستان جیو تلویزون په خپل خبر کې د افغانستان لوبغاړی محمد شهزاد د پاکستان د لوبغاړي احمد شهزاد نه غوره بولي او وايي چې پاکستان دې هم د افغانستان نه کرکټ زده کړي.

محمد شهزاد په ډیرو منډو ، شپږیزو او څلوریزو لومړیو پینځو لوبغاړو کې شامل دی
محمد شهزاد په ډیرو منډو ، شپږیزو او څلوریزو لومړیو پینځو لوبغاړو کې شامل دی

د ټویټر په ټولنیزه رسنیو د کرکټ مشهورو څهرو لکه سنیل ګواسګر، لکشمن، جدیجا ،ایوشن ،نیکول بالټن او نورو د افغانستان محمد شهزاد د راتلونکو تجارتي سیالیو لکه ای پي ایل او بي پي ایل دپاره مناسب لوبغاړی بللی.

د هند مشهورو ورځپانو د افغانستان کرکټ ټيم یو زړه ور ټیم بللی .ټایمز اف انډیا لیکي چې افغان لوبغاړو دنیا ته د خپل هیواد یوه بله څهره ښودلې. انډیا ټوډی لیکي چې جنوبي افریقه د افغانستان سره داسې لوبه کوله لکه اسټرالیا سره چې لګیا وي. د باسکر په نوم هندي ژبې رسنۍ لیکلي چې موږ فکر کوه چې افغانان یوازې بزکشي کولی شي ،دوي خو کرکټ هم د نورو نه ښه کوي.

په عین حال کې د کرکټ مشهورو ویب پاڼو لکه کریک انفو،د کرک ټیکر، ای سي سي ویب پاڼې او نور د کرکټ مبصرینو افغانستان د کرکټ د آسمان نوی ستوری بللی دی او لیکي چې نور باید کرکټ نړیواله شورا افغانستان نه بغیر د کرکټ فکر ونه کړي

اوس چې د کرکټ شل اوریز جام پای ته رسیدلی او د هر ټیم او لوبغاړي وړتیا نړۍ ته څرگنده شویده نو په دې کې د افغانستان ټیم د خپل عمر او تجربې په اساس د درنو ستاینو سره یاد شویدی. د کریک انفو مشهورې ویب پاڼې چې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د یولس غوره لوبغاړو کوم ټیم تیار کړیدی هغې کې د افغانستان محمد شهزاد د وکټ کیپر په توگه نیول شویدی.

محمد شهزاد د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې د زیاتو منډو جوړونکو په لیست کې څلورم مقام گټلی.محمد شهزاد په شپږیزو کې دویم مقام لري او څلوریزو کې پینځم مقام سره مخکې دی.

افغانستان یوازینۍ ټیم دی چې نړیوال جام قهرمان ټیم ویسټ انډیز ته ېې ماتې ورکړې
افغانستان یوازینۍ ټیم دی چې نړیوال جام قهرمان ټیم ویسټ انډیز ته ېې ماتې ورکړې

بیا د کرکټ په شل اوریز جام کې زیات لوبغاړو سوزونکو کې د افغانستان محمد نبي د دولس وکټو سره په اول او راشد ارمان د یولس وکټو سره په دویم مقام دی. په یوه لوبه کې د غوره اقتصادي بال اچونکي ویاړ حمزه هوتک دی.

همدا شان افغانستان د کرکټ ټیم د کرکټ شل اوریز جام کې اووه سیالۍ وکړې او څلور ېې وگټلې چې دوه ېې پکې د اولې درجې ټیمونو ویست انډیز او زمبابوې نه وگټلې. په همدې نړیوال جام کې د اولې درجې ټیم بنگله دیش د اولې درجې د یوه ټیم نه هم لوبه ونه گټله. پاکستان او سري لنکا فقط یوه سیالي وگټله او د جنوبي افریقه او انگلستان ټیمونو ډیر په مشکله افغانستان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د کال ٢٠١٦ شل اوریز جام د نړۍ د شپاړلس ټیمونو دپاره جلا جلا نتیجې ورکړیدي او په دې کې د افغانستان نتیجه د ټولو نه په دې سبب غوره ده چې افغانستان اول ځل د دغو سیالیو په اولو لسو ټیمونو کې شامل شو او د ویسټ انډیز نه پس دویم ټیم دی چې خپل هیواد ته ستنیدو په وخت د تود هرکلي سره مخ شو او د نړۍ او ولس زړونه ېې وگټل.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG