د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه:ترکیه او یونان دې مهاجرو سره قانوني چلند وکړي


.
.

د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د یونان د لیسبوس او چیوس ټاپوگانو څخه ٢٠٢ تنه مهاجر په بېړۍ کې د هغه لانجمن پلان له مخې ترکیې ته واستول شول چې د بشري حقونو فعالین پرې سخت انتقادونه کوي.

د بشري حقونو فعالینو د اروپایي ټولنې په دې جنجالي طرحې باندې سخت انتقاد کړی دی چې غواړي په دې توگه اروپا ته د مهاجرو د ورتگ مخنیوی وکړي.

د مرکزي اروپا دپاره د یو این ایچ سي ار ویاند بابر بلوچ
د مرکزي اروپا دپاره د یو این ایچ سي ار ویاند بابر بلوچ

بلخوا د مرکزي اروپا دپاره د مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتو د عالي کمشنرۍ ویاند ښاغلي بابر بلوچ امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي دي چې یونان او اروپا باید د هر مهاجر سره یو شان چلند ونکړي او هر هغه څوک چې ژوند ېې په خطر کې وي او اروپا ته د پناه اخیستو دپاره ځي ،باید قانوني چلند ورسره وشي.

بابر بلوچ وویل چې ملگري ملتونه د ترکېې او اروپا ترمنځ د مهاجرینو په اړه شوې موافقې کې کوم رول نه لري خو فقط دومره ورنه غواړي چې داسې پالیسي غوره کړي چې مستحقو او هغو مهاجرو ته پکې رعایت ووسي چې خپل وطن کې ژوند خطر کې وي او که چرې دغه خلک بیرته خپلو وطنو ته په زوره واستول شي نو یو به بله بشري به رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG