د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکېې او اروپا ترمنځ نوی جنجال پیل شوی


د اروپایي کمیسون مشر ژین کلاډ جنکر ویلي دي چې ترکیه دې مخکې له دې چې اروپایي اتحاد ورته د ویزي آزادي ومني، ټول باقي پاتې شرایط پوره کړي.

هغه دغا څرگندونې له هغې نه ورسته کړیدي چې د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو خبرداری ورکړ چې که د جون تر میاشتې ترکانو ته اروپا ته د تگ لپاره د ویزې آزادي ورنه کړل شي، نو هغوي به اروپا ته د مهاجرینو د تگ د مخنیوي نه لاس واخلي.

د ترکېې صدراعظم احمد داود اوغلو
د ترکېې صدراعظم احمد داود اوغلو

ښاغلي وویل چې دی فکر نه کوي چې کومه ستونزه به منځ ته راشي خو ټینگار ېي وکړ چې د اروپا او ترکیې تړون دوه اړخیز دی او که چیری اروپا خپله وعده پوره نه کړه نو ترکیه به هم د خپلې وعدی پوره کولو فکر نه کوي.

د اروپایي کمیسیون مشر ژین کلاډ جنکر د اروپايی شورا پارلیماني غونډې ته وویل چې د مارچ د اتلسمې د تړون نه ورسته د ترکیې نه یونان ته د مهاجرینو په راتگ کې ډیر کمښت راغلی دی. خو هغه زیاته کړه چې اروپا به ترکانو ته د ویزی د اسانۍ په برخه کې بیړه ونه کړي.

بلخوا د د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي پارلمان وروستی راپور په کلکه غندلی چې د ترکېې پر قوانينو يې انتقاد کړی.

اردوغان دغه راپور پاروونکی بللی او ويلي يې دي، د لوېديځ له خوا ډېری انتقادونه په بد نيت کېږي.

ده وويل چې اروپايي اتحاديه ترکيې ته زیاته اړتيا لري تر دې چې ترکيه اروپايي اتحاديې ته اړتيا ولري

اروپايي پارلمان د ترکيې د بشري حقونو د ترکيې په اړه تېره اوونۍ خپل کلنی راپور تصويب کړ چې په کې د ۲۰۱۵میلادي کال په اوږدو کې د ترکيې د بشري حقونو اړوند او رسنيو پر ازادۍ انتقاد شوی.

ترکيه د اروپايي اتحاديې د غړيتوب لپاره کانديد هېواد دی.

XS
SM
MD
LG