د لاس رسي وړ اتصالات

د سمندر له تله د کډوالو مړي راایستل کیږي


 یو کال مخکې شاو خوا اته سوه مهاجرین د یوې کب نیونکی بیړي په ډوبیدو تلف شول
یو کال مخکې شاو خوا اته سوه مهاجرین د یوې کب نیونکی بیړي په ډوبیدو تلف شول

شاوخوا یو کال مخکې نږدې اته سوه کډوال چې غوښتل یې په یوې کب نیونکی بیړي کې اروپا ته ولاړ سي، په اوبو کې ډوب شول. دا بیړۍ اوس هم، درۍ سوه اویا متره لاندې، د سمندر په تل کې پرته ده. د بیړۍ د رابرسیره کولو کار ښایي یوه اونۍ وخت ونیسي او کله چې دا کار وشي نو بیا به د هغو کسانو هویت معلوم شي چې جسدونه یې اوس هم په بیړۍ کې دننه پراته دي.

دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې ځانونه ایتالیا ته ورسوي خو اوس به یې جسدونه د ایتالیا په سیسلي نومی ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

په همدې حال کې د اروپایي اتحاد کمیسیون پرون د ترکیې هغه پریکړه وستایله چې ویل یې په ترکیې کې د اروپا د ټول ټال ٢٨ غړو هیوادونو وګړي له ویزې پرته د آزاد تگ راتگ اجازه لري. پدې هیوادونو کې قبرس هم شامل دی چې ترکیه ورسره د یوې لسیزې راهیسی په مخالفت کې ده او له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.

اروپایي کمیسیون د پارلمان غړي او غړي ایالتونه دیته را بولي چې ترکانو ته د موقتي امتیاز په ترڅ کې د ازاد تگ راتگ د اجازې په اړه رایه واچوي.

په استانبول کې د جرمنی او ایتالیا د هیوادونو د ویزې په دفترونو کې ترکي مراجعینو ددې نوي اقدام ملاتړ وکړ ځکه دوي ته سهولت برابروي. دوي وایي اوسمهال دغو هیوادونو ته د ورتگ بهیر خورا پیچلی دی.

پدې اړه د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو غبرگون څرگند کړ او ویې ویل چې، «اروپایي اتحاد ښایی په ځینو مواردو کې متفاوت نظر ولري مثلآ ځیني معیاري شرایط دی. مونږ به هر هغه څه چې ورباندی باور لرو وکړو. مونږه دا هم نه غواړو چې پر چا باندی په زور او یا فشار څه تحمیل کړو او په خپله خبره هم ولاړ یو چې د موافقې په صؤرت کې به ضرور ټاکل شوی شرایط په عمل کې پلی کړو.»

د تولقا ساقلم په نوم یو پنځه دیرش کلن ترکي انجنیر چې اکثر جرمنی ته سفر کوي، وایي چې د اروپایي اتحاد او ترکیې تر منځ به د نوي ویزې موافقه د خورا آسانتیاو سبب شي. هغه وویل، «اوسمهال زه باید ډیر زیات اسناد برابر کړم څو ماته دا ویزه راکړ شي. د هغې کمپنی اسناد چې پکی کار کوم، د پیژندنی اسناد، او په جرمنی کې د هغو دوستانو اسناد هم غواړي چې زه یې لیدو ته ځم.»

د اروپایي اتحاد کمیسیون پرون د ترکیې هغه پریکړه وستایله چې ویل یې په ترکیې کې د اروپا د ټول ټال ٢٨ غړو هیوادونو اتباع د ویزې نه پرته د آزاد تگ راتگ اجازه لري. پدې هیوادونو کې قبرس هم شامل دی چې ترکیه ورسره د یوې لسیزې راهیسی په مخالفت کې ده او د رسمیت پیژندلو څخه یې ډډه کوي.

XS
SM
MD
LG