د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکاغږ راپور د دوو کورنیو ژوند کې بدلون راوړ


دغه ماشومان اوس ښوونځي ته ځي
دغه ماشومان اوس ښوونځي ته ځي

دننګرهار په ولایت کې دخښتو په بټیو کې هغه دوه کورنۍ له ګرو خلاصې شوې چې دیو نیم لکه پاکستانیو کلدارو په بدل کې له خپلو ماشومانو سره ګرو وې.

دغه کورنۍ وايي له دې وروسته به خپل کوچنیان ښوونځیو ته لېږي.

دا به یې وروستۍ ورځ شي چې د خښتو په بټيو کې د لس کنې ګروۍ پور پرې کوي.

څو ورځې وړاندې اشنا ټلویزیون د ننګرهار په سرخرود کې دهغو کورنیو او ماشومانو د ګروۍ مسله راپورته کړه چې دتېرو لسو کلونو راهیسې دغلته د بټیو له خاوندانو سره ګرو وې.

د خلکو لخوا ټولې کړې پیسې دې کورنیو ته وسپارل شوې.
د خلکو لخوا ټولې کړې پیسې دې کورنیو ته وسپارل شوې.

د رپوټ تر خپرېدو وروسته پر ټولنیزه پاڼه فیس بوک کې دغو دوو کورنیو ته دمرستې لړۍ پیل شوه چې ټولې کړې پیسې دیو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو پر مټ ور وسپارل شوې.

برهان الدین او رازي خان د ګروۍ نه د خلاصیدو وروسته حاظر دي چې خپل کوچنیان په ښوونځي کې داخل کړي هغه چې په زړونو کې یې دیوه لوی ارمان په توګه پاتې و.

ما چې کله له کوچنۍ مروا نه ښوونځي ته دبېرته ورتګ په اړه وپوښتل نو له ډېرې خوښۍ یې خپلې اوښکې نه شوې ټینګولی .

داوو لوڼو پلار رازي خان هم پرېکړه کړې چې له دې وروسته به خپل ټول بچیان مکتب ته لیږي.

دلته یو شمېر نورو خلکو هم دغو کورنیو ته دخوارکي توکو مرسته راوړې وو.افغانستان کې د افغانه فاونډیشن ریس ضیاالرحمن ضیا وايي چې دوي په افغانستان کې د خښتو په بټیو کې کار کونکو ماشومانو یوه سروې کوي او د شاقه کار نه د خلاصون او مکتب ته د وړلو دپاره به یو صندوق جوړوي چې اینده کې د داسې ماشومانو سره مرستې وشي.

د دغو کورنیو ماشومان د ګروۍ تر خلاصون وروسته وینځلي لاسونه خپلو کورنو ته په دې هېله لاړل چې پلارونه به یې دښوونځي په درشل ور ننباسي.

XS
SM
MD
LG