د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیسک هم د انتخاباتي مبارزې نه لاس واخیست


جان کیسک په مقدماتي انتخاباتو کې یوازې خپل په ایالت کې انتخابات ګټلي و او ۱۵۲ استازي یې درلودل
جان کیسک په مقدماتي انتخاباتو کې یوازې خپل په ایالت کې انتخابات ګټلي و او ۱۵۲ استازي یې درلودل

د اوهایو د ایالت والي او د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید جان کیسک هم د خپلې انتخاباتي مبارزې نه تیر شو او پدې سره د ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ یوازینی کاندید پاتې شو.

پرون د ګوند دویم مخکښ کاندید سناتور ټیډ کروز هم د انډیانا ایالت په مقدماتي انتخاباتو کې د ماتې خوړولو نه وروسته د خپلې کاندیدۍ نه تیر شو.

د اوهایو د ایالت والي جان کیسک د خپلو پلویانو نه مننه وکړه چې تر دې دمه د هغه سره ولاړ و. هغه پخپلو انتخاباتي مبارزو کې یوازې د یو سل او درې پنځوس استازو ملاتړ وګاټه او یوازې پخپل ایالت، اوهایو کې یې مقدماتي انتخابات وګټل.

جان کیسک او سناتور ټیډ کروز زیاتې هلې ځلې وکړلې چې د ګوند مخکښ کاندید ډانلډ پرې نږدي دومره زیات استازي وګټي چې د ګوند د وروستي کاندید ټاکل کیدو ته نږدې شي خو د هغوي هڅې عبث شولې.

سره لدې چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او دیموکرات د ګوند مخکښې کاندیدي پرون د انډیانا ایالت په مقدماتي انتخاباتو کې د برني سنډرس په مقابل کې ماتې وخوړله، خو هغې دومره زیات استازي ګټلي چې ښایي د ګوند وروستۍ کاندید به وټاکل شي او د جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ سره به د نومبر په میاشت کې په عمومي انتخاباتو کې سیالي وکړي.

ټرمپ او کلنټن په یو بل سخت انتقادونه کړیدي او دواړو یې ادعا کړیده چې د جمهوري ریاست انتخابات به ګټي خو د نظر د معلومولو یوه تازه سروې ښیي که چیرته همدا نن په متحده ایالاتو کې عمومي انتخابات وشي، د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن به د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ ته غټه او په زیات توپیر ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG