د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو پنځمه پېښه د کندهار په شاه ولیکوټ کې ثبت شوه


د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د افهام او تفهم د برخې مسئول ډاکټر میوند امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې د پولیو دغه پېښه د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په مرغندر سیمه کې را مینځته شوې ده.

هغه وویل، چې پولیو وهلې یوه دولس میاشتنۍ ماشومه ده چې د واکسین د کمپاین پر مهال واکسین هیڅ واکسین اخیستی نه دی ځکه کورنۍ یې له واکسین سره مخالفت کولو.

د افهام او تفهم د برخې مسئول زیاتوي، چې د روان کال د اپریل په څلورمه نیټه د دغې ماشومې انجلې په بدن کې پولیو ویروس نښې و لیدل شوې او تر لابراتواري معایناتو وروسته د مې میاشتې په ۵ نیټه معلومه شوه چې دا ماشومه ګوزڼ وهلې ده.

د کندهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو په ځینو برخو کې د امنیتي ستونزو له امله د پولیو واکسین کمپاین نه عملي کیږي او څارونکي ټیمونه هم هغو سیمو تللی نه شي.

د پولیو واکسین د تېر کمپاین پر مهال دولت وسله والو مخالفینو د کندهار ولایت په ریګستان او شورابک ولسوالیو کې د واکسین ټیمونه ته اجازه ورنه کړه چې ماشومانو د پولیو واکسین تطبیق کړي.

ډاکټر میوند وویل، په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د امینتي ستونزو له امله د پولیو په پرورګرام کیفي او نظارتي ستونزې موجودی دي.

میوند وویل " په شاه ولیکوټ کې واکسین کمپاینونه تر سره کیږي خو کیفیت یې ډیر ضعیف دی، ځکه هلته ښه ارزونه او څارنه نلرو، د امنیتي ستونزو له امله د نظارت د برخې کارکونکي هغو سیموته تللی نه شي، نو له همدې امله د پولیو واکسین د کمپاینونو کیفیت په دغو ولسوالیو ډیر زیات ټیټ دی."

د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې هم یو هلک ماشوم په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په پولیو اخته شوی و.

د روان میلادي د پیل راهیسې د پولیو یوه مثبته پېښه په هلمند، درې پېښې په کونړ او پنځمه مثبته پېښه په کندهار کې رامینځته شوې ده.

په افغانستان کې د پولیو پنځمه مثبته پېښه په داسې حال کې را مینځته کیږي چې د ثور په شپږمه د واکسین د نړیوالۍ اونۍ د لمانځلو پر مهال د عامې روغتیا وزارت ویلی و، چې په ټولو افغانستان کې به د واکسیناسیون په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

XS
SM
MD
LG