د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠١٥ کال کې د نړۍ ٢٧ میلیونه خلک بې کوره شويدي


د هغه راپور له مخې چې پرون خپور شو، تیرکال په نړۍ کې د جګړو او شخړو له کبله د داخلي بې ځايه شويو کسانو شمیر په بیساري ډول ٤٠مليون او اتو لکو کسانو ته لوړ شوى و..

يان ايګلنډ چې د ناروې د کډوالو د شورا رئيس دى او مرکزي دفتر یې په ژینیو کې دی، د داخلي بیځايه شويو خلکو په اړه دغه راپور برابر کړى او ویلي یې دي چې د دې چې د دې بې کوره شو خلکو د شمیر اندازه داسې بیانولی شو چې کال ٢٠١٥ کې قریب هره ورځ ٦٦ ټوله نړئ کې زره خلک بې کوره شویدي.

د ناروې د مهاجرینو د شورا لخوا خپاره شوي راپور کې د هغو بې کوره شو خلکو حال بیان شویدی چې د کورنیو شخړو او نورو ستونزو له کبله خپلو ملکونو کې دننه بې کوره شویدي.

د ناروې د مهاجرینو د شورا په چوکاټ کې د داخلي بې کوره شوو د چارو د دفتر مشره الیکزینډرا بیکل وايي چې د دوي راپور په ټوله نړۍ کې د بې کوره شوو خلکو د ناورین یو تصویر نړۍ ته وړاندې کړیدی.

د جگړو شخړو او قدرتي افتونو له کبله میلونو خلک بې کوره شویدي

د جگړو شخړو او قدرتي افتونو له کبله میلونو خلک بې کوره شویدي


راپور کې راغلي چې دې بې کوره شوو خلکو کې هغه خلک هم شامل دي چې د جنایتکاره ډلو او زورو واکو وسله والو د لاسه خپل کور پریښودو ته اړه شویدي. همدا شان د فقر او وچ کالۍ دلاسه هم خلک یو ځای نه بل ځای ته کوچ کولو ته مجبوره شویدي.

د ناروې د مهاجرینو د شورا مشر یان ایگلینډ وايي چې تازه اته میلونه شپږ لکه بې کوره شوي خلک د کال ٢٠١٥ د شخړو او تشدد د پیښو له کبله زیات شویدي. چې دا سره د تیر کال شمیر چې ۴٠ میلونه و ،ور زیات شویدي. چې دا بې ساری شمیر دی او د نړۍ د مهاجرینو د شمیر نه هم دوه چنده زیات دی.

د راپور په اساس د منځني ختیځ او شمالي افریقه د شخړو له کبله کال ٢٠١٥ کې زیات خلک داخلي بې کوره شویدي. چې دې کې د عراق سورېې او یمن خلک قریب څلور میلونو ته رسیږي.

همداشان د دې راپور په اساس هغه ملکونه چې د دې راپور په اساس اولو لسو ملکونو کې راځي هغې کې پینځه ېې د کولمبیا،کانگو ،عراق ،جنوبي او خپله د سوډان ملکونه دي.

همدا شان په کال ٢٠١٥ کې د قدرتي افتونو له کبله هم قریب نولس میلونه خلک بې کوره شویدي چې پدې کې د جنوبي او ختیځې اسیا ملکونه شامل دي.
چې دې کې غټ شمیر د نیپال د هغو خلکو دی چې د سختې زلزلې نه پس بې کوره شول.

بلخوا د ٢٠١٥ کال د دسمبر میاشتې تر پایه په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو خلکو شمېر یو میلیون یو سل څلور اویا زره (١١۴٧٠٠٠) و، پواځې په ٢٠١٥ کال درې سوه پنځه دېرش زره (٣٣٥٠٠٠) کسان په افغانستان کې دننه بې کوره شول

XS
SM
MD
LG