د لاس رسي وړ اتصالات

هیروشیما ته د ولسمشر اوباما پر تاریخي سفر غبرګونونه


ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما جاپان ته په سفر کې هېروشیما ته هم ولاړ شي، هغه ځای چې په نړیوال جنګ کې امریکا اتومي بمب وغورځوه.

د غبرګونونو په سر کې د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنه یي په خپل ټویټر باندې ولیکل:"دوی (امریکاییان)، حتی دیته هم چمتو ندي چې پر هیروشیما باندې د اتمي بم د استعمال له کبله بخښنه وغواړي."

د هیروشیما ځینو اوسیدونکو هم پدې اړه نظر ښودلی او وایي چې ولسمشر اوباما څخه دا تمه نلري چې بخښنه وغواړي خو باید دا ومني چې د دویمې جګړې په پای کې پر هېروشیما د متحدو ایالتونو اتومي برید زرګونه انسانان د مرګ او تباهي کندې ته ورټیل وهل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس, بارک اوباما, په همدې میاشت کې د نړۍ داوه و لویو هیوادونو په اقتصآدی غونډه کې د گډون دپاره جاپان ته ځي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس, بارک اوباما, په همدې میاشت کې د نړۍ داوه و لویو هیوادونو په اقتصآدی غونډه کې د گډون دپاره جاپان ته ځي

د جاپان صدراعظم ویلي "جمهور رئیس همیشه ویلي چې متحده ایالات د اتوم بم د یوازني کارونکي هیواد په توګه دا مسولیت لري چې د اتومي وسلو نه پاکې نړۍ دپاره هلې ځلې وکړي".

د هېروشیما له برید نه پاتې یوه پاتې شوې، کیکو اوگورا، چې هغه مهال شپږ کلنه وه، وايي"تر مرګ مخکې مې دا ارمان دی، چې ولسمشر سره مخامخ ووینم.ددې لپاره نه چې هغه دې بخښنه وغواړي، بلکه ددې لپاره چې د یو انسان په توګه تر یوه چت لاندې ودریږو او ددغې پیښو قربانیانو ته دعا وکړو".

کیکو وایي که څه هم چې د برید له سیمې څخه ډیره لرې وه خو په د رز یې په ځمکه داسې ولګېده چې بې هوښه شوه او چې په هوښ راغله پر هر ځای تورتم خپور و.

اته اتیا کلن، کیتوسو، وایي، "هیله لرم چې امریکاییان حقیقت ته مخ واړوي او دا درک کړي چې اتومي وسلې پر انسانانو باندې څه وبا نازلوي".

په جاپان کې د هیروشیما د قربانیانو د یاد څلی جوړ شوی چې له بېلابېلو سیمو خلکو ورځي، قربانیانو ته دوعاوې کوي او په درناوي کې د ګلانو ګېډې ږدي.

نن ورځ د هیروشیما د سولې یادگاري پارک د همدی لکهاو کسانو د رنځ او تباهۍ د غمیزې یادونه کوي.
نن ورځ د هیروشیما د سولې یادگاري پارک د همدی لکهاو کسانو د رنځ او تباهۍ د غمیزې یادونه کوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما په همدې میاشت کې د نړۍ د اووه لویو هېوادونو په اقتصادي غونډې کې د ګډون پر مهال، د هیروشیما ښار ته او لدې موقع نه په گټې اخیستنې د شمالي کوریا د اتومي پروگرام گواښ ته هم اشاره وکړي.

دلته د ځینو سره دا پوښتنه هم شته چې ایا ولسمشر اوباما به د قربانیانو له کورنیو بخښنه وغواړي که نه؟ سپینې ماڼۍ ددې خبرې احتمال رد کړی دی.

امریکا د۱۹۴۵ کال د اګست په شپږمه پر هیروشیما اتوم استعمال کړ، چې له دې پلوه په نړۍ کې لومړنی هېواد شو.

XS
SM
MD
LG