د لاس رسي وړ اتصالات

خوست:د پولیو واکیسن کمپاین یوې بلې ورځې ته غځیدلې


خوست کې روغتيايي مسوولين وايي، چې د پوليو ضد واکسين په درې وځني کمپاين کې يوه ورځ اضافه شوې. د دوی په وينا له دې وروسته هر کمپاين څلور ورځې دی او د خلکو په همکارۍ به د ګوزڼ د ويروس په له منځه وړلو کې ډېره مرسته وکړي.

پداسې حال کې چې د پوليو د له منځه وړلو مبارزه ګړندۍ روانه ده، د دې ويروسي ناروغۍ پرضد د واکسينو په درې ورځنيو کمپاينونو يوه بله ورځ هم ور اضافه شوه، يعنې هر کمپاين به څلور ورځې وي.

عام خلک په دې باور دي، د هغو سيمو ماشومانو ته چې د وخت د کموالي له امله به صحي رضاکارانو ورته رسيده ګي نه شوه کولای، په څلور ورځني کمپاين کې به د ګوزڼ ضد واکسين نه برخمن شي.

عبدالمبين د خوست د تريزيو او عليشېرو ولسوالۍ د تورو اوبو د سيمې اوسېدونکی دی. دی له خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا په خاطر له اوسنۍ موقع څخه سمه ګټه واخلي.

ˮ زموږ په سيمه کې د امنيت فضا برابره ده او رضاکاران کور په کور ګرځي. خلک مخالفت ورسره نه لري. د فلج ناروغۍ درملنه نه کېږي، خو مخنيوی يې د همدې واکسين په وسيله کولای شو‟.

د ډاکټرانو په وينا د پوليو ويروس د وينې له لارې د ماشوم پر عصبي سيستم حمله کوي
د ډاکټرانو په وينا د پوليو ويروس د وينې له لارې د ماشوم پر عصبي سيستم حمله کوي

د خوست د ولايتي شورا غړې زهره جلال د يوې مور په صفت پر نورو ميندو غږ کوي، چې د خپلو ماشومانو راتلونکی دې په خپل لاس نه بربادوي. هغه وايي، چې د واکسين په دوو څاڅکو سره دې د هغوی دايمي روغتيا وساتي.

ˮ کامله روغتيا د يوې کورنۍ، ټولنې او د ټول هېواد لپاره لويه لاسته راوړنه ده. د پوليوضد دغه واکسين چې د خولې له لارې تطبيقېږي، ډېر ګټور دي. بايد ميندې او پلرونه ډېر متوجه اوسي او خپلو ماشومانو ته دا واکسين حتماً ورکړي.‟

پدې ولايت کې د ګوزڼ په اړه د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن رحماني وايي، چې پر کمپاين د يوې ورځې ور اضافه کېدل، د پوليو د ويروس په مخنيوي او له منځه وړلو کې ډېره مرسته کولای شي.

دی له خلکو غوښتنه کوي، چې پدې مبارزه کې له صحي رضاکارانو سره خپله همکاري ونه سپموي.

ˮ واضح خبره ده چې دا زموږ د پوليو د له منځه وړلو پر پروګرام مثبت اغېز لري. انشاالله له دې سره واکسين ښه تطبيقېږي. مبلغين به ښه عامه پوهای وکړای شي او د غيرحاضرو ماشومان شمېر به هم راکم شي. ‟

د ډاکټرانو په وينا د پوليو ويروس د وينې له لارې د ماشوم پر عصبي سيستم حمله کوي، چې په نتيجه کې يې د ماشوم د لاس او پښو د دايمي فلج ترڅنګ ځينې وخت د مړينې سبب هم ګرځي.

تر کال ۱۹۸۸ ميلادي پورې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې هر کال ۳۵۰ زره ماشومان د پوليو په ناروغۍ اخته کېدل، خو ماشومانو ته د واکسين په ورکړې دا ناروغي تقريباً د له منځه تللو حال ته رسېدلې.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG