د لاس رسي وړ اتصالات

عراقیانو د برتانیې د دفاع په وزارت عریضه کړې


شاوخوا شپږ سوه ملکي عراقیان وایي چې برتانوي عسکرو په 2003 او 2009 کالونو کې د هغوي سره ناوړه چلن کړی. خو د برتانیې سترې محکمې دغه ادعا رد کړې او د هغوي عریضه یې نده منلې. اورئ.

عراقیان ادعا کوي چې برتانوي ځواکونو هغوي بر ناحقه نیولي او د بند پر وخت یې ورسره ناوړه چلن کړی. برتانوي ځواکونه د 2003 او 2009 کالونو په منځ کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو برخه و چې د صدام حسین واکمني یې له منځه یوړله.

د برتانیې محکمې د دغو عراقیانو عریضې رد کړیدي ځکه قاضیان وایي پکار وه چې هغوي د عراق د قانون سره سم په دریو کالونو کې عریضه کړې وای.

د برتانیې د دفاع وزیر مایکل فالون ویلي دي چې د سترې محکمې د دې پریکړې له برکته میلیونونه ډالر سپمیږي او زیاته یې کړه چې یوه مضره ادراه کوښښ کوي زمونږ د وسله والو ځواکونو په خلاف مشکوکې عریضې ثبت کړي. او هغه هم پداسې حال کې چې پدغو پیښو څو کالونه تیر شویدي.

خو د دغو عراقیانو مدافع وکیلانو ویلي دي چې هغوي به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG