د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا منصور د موټروان کورنۍ پر امریکا دعوه وکړه


موټروان محمد اعظم نومېده چې له ملا منصور سره یو ځای د پاکستان د بلوچستان د نوشکې په سیمه کې ووژل شو
موټروان محمد اعظم نومېده چې له ملا منصور سره یو ځای د پاکستان د بلوچستان د نوشکې په سیمه کې ووژل شو

د طالبانو د مشر، ملا اختر محمد منصور، د وژل شوي "ټېکسوان" کورنۍ په پاکستان کې د ناڅرګنده امریکايي چارواکو په خلاف حقوقي دعوه ثبت کړې ده.

دغه موټروان محمد اعظم نومېده چې د مۍ پر ۲۱ نیټه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې له ملا منصور سره یو ځای د پاکستان د بلوچستان د نوشکې په سیمه کې ووژل شو.

د محمد اعظم ورور په خپل شکایت کې لیکلي "زما ورور له هېڅ یوې ترهګرې ډلې سره رابطه نه لرله، هغه د تفتان په سرحدي سیمه کې موټرواني کوله. هغه څلور اولادونه درلودل او د خپل کور یوازینی ګټیالی و".

په شکایت کې د اعظم له کورنۍ سره د عدالت او د هغه امریکايي چارواکي پر ضد د اقدام غوښتنه شوې، چې د دغه برید مسولیت لري. دامریکا د دفاع وزارت ویلي چې د برید امر په خپله ولسمشر باراک اوباما کړی و.

پاکستاني چارواکو تراوسه د دغه شکایت په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د قوانینو له مخې، پولیس محکمې ته د هرې قضیې تر سپارلو مخکې باید ښه تحقیقات او پلټنې وکړې.

طالبان او سوله

امریکايي چارواکي وايي ملا منصور یې ځکه وواژه، چې د سولې د مذاکراتو خلاف و او پر افغان او امریکايي ځواکونو یې د قوي بریدونو تابیا نیوله.

خو په همدې حال کې، د طالبانو یوې جلا شوې ډلې علاقه ښودلې، چې د افغان حکومت سره مذاکراتو ته کیني.

ملا عبدلمنان نیازی ددې ډلې مشر، هغه د ملا محمد رسول، تر مشرې لاندې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې، مرستیال هم دی. ښاغلی نیازی وايي د خبرو لپاره به یې شرطونه په افغانستان کې د اسلامي قوانینو تطبیق او د بهرنیو ځواکونو وتل دي

هغه وایي چې دده ډله پر حکومت ډاډ نلري خو غواړي چې د کوم مخکني شرط نه پرته مذاکرات پیل کړي.

XS
SM
MD
LG