د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ د ډرون بریدونو د تلفاتو معلومات خپروي


متحده ایالاتو په پاکستان کې د ٢٠٠٨ کال راهیسي ۴٠٠ ډرون بریدونه کړي دي
متحده ایالاتو په پاکستان کې د ٢٠٠٨ کال راهیسي ۴٠٠ ډرون بریدونه کړي دي

د متحده ایالاتو حکومت نه یوازې دا چې ددې بریدونو عملیات اوس مني بلکه وایي په ترڅ کې به یې د وژل شویو تندلارو او ملکي وگړو ارقام به هم خپاره کړي.

دغه بریدونه په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د وروستي برید نه نیولې، چې د طالبانو مشر ملا منصور پکې ووژل شو، په سومالیا کې تر برید پورې چې د تندلارې ډلې الشباب ١٥٠ سخت دریځي په کې ووژل شول شامل دي، چې د اوباما د حکومت په دوره کې ډېر شوي دي.

د بشري حقونو اداره له ډیره وخته پدې بریدونو کې د قربانیانو د شمیر پر اعلانولو ټینگار کوي. تر دې وروستیو پورې د امریکا حکومت ددې بریدونو تر سره کول چې وایي د تروریزم په خلاف کیږي، نه تاییدول.

(لومړی بشري حقونه) هغه موسسه ده چې پر دې بریدونو نیوکه کوي. ددې موسسې یوه غړې ریتا سایمن د نیوکې علت داسې تشریح کوي، "دوي وایي بس پر مونږ اعتبار ولره مونږ لوړ معیار لرو. خو زمونږ دپاره دا کفایت نه کوي چې ووایو بس خپله وسه مو وکړه نور نو هر څه چې پېښیږي. دوي باید ددې بریدونو په اړه نور معلومات خپاره کړي."

مهم خبر دا دی چې د اوباما حکومت ژمنه کړې چې په نږدی راتلونکې کې به د ٢٠٠٩ نه را پدې خوا، په جنگي سیمو لکه عراق، افغانستان او سوریی کې د امریکایي بی پیلوته الوتکو په بریدونو کی د وژل شویو تندلارو او ملکي وگړو شمیر په ډاگه کړي.

پدې اړه د سپنې ماڼۍ ویاند، جاش ایرنست، داسې وویل، "مونږ حتی دا نه منل چې دا بریدونه کیږي. نو اوس چې مونږ په منظمه او دوامداره توگه به ددې بریدونو نتیجې او ددې عملیاتو اغیز په اړه پوره معلومات خپروو دا پخپله د شفافیت په لور لوي بیساری پرمختگ څرگندوي."

خو د ریتا دپاره د مرگ ژوبلې د خبر ورکول کافی نه دی. هغه وایی مخکی لدی چې حکومت د بی پیلوته الوتکو بریدونو ته قوانین وټاکي، دا اداره باید د مخالفو جنگیالیو ، قریب الوقوع گواښونو او ددې کسانو د نیولو د امکان د سنجولو مسلې هم واضحه کړي.

هغی وویل دا ځکه مهمه ده چې د جگړی د یوه تکتیک په شان د اوباما د میراث په توگه پاتی نشي. د دیموکراسۍ څخه د دفاع له بنسټ نه جان هنا د پخوانیو جمهور رئیسانو کلنتن او جورج بش سلاکار پاتی شوی دی.

دا بنسټ تر نن پورې په گونتانامو کې د زندان د جوړولو په تړاو کلک انتقادونه کوي. هغه وایي "د اوباما حکومت د تندلارو د نیولو، زندانی کولو او تری د معلوماتو د لاسته راوړلو هڅې پری ایښي دي." هغه وایي"پر ځای یې پریکړه شوې چې هم به قاضي وي هم به منصفه هیات او هم جلاد!​ "

خو هغه وایي بي پیلوته الوتکې په پاکستان او یمن کې خورا موثرې وسیلې دي ځکه پداسې ځایونو کې چې حکومت نه غواړي او یا هم نشی ورتلای، دوي دا تندلاری له منځه وړي چې د ځمکنیو جگړو په پرتلې پکې د ملکي وگړو تلفات هم ډیر کم وي.

خو ټینگار یې دادی چې تعادل باید وساتل شي.

هغه ستونزه چې څیړونکي وایي په راتلونکی کی به هم دوام وکړي دا ده چې ددې بی پیلوته الوتکو څخه کار اخیستنه اوس د ترهه گرۍ سره د مبارزې د پالیسۍ محور گرځیدلای.

XS
SM
MD
LG