د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د سید رضوان فاروق د ژوند بیمې ضبطوي


سید رضوان فاروق او میرمن یې تشفین ملک د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول
سید رضوان فاروق او میرمن یې تشفین ملک د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول

څارنوالان د متحده ایالاتو د کالیفورنیا په ایالت کې غواړي چې د سید رضوان فاروق پیسې دې په هغو کسانو وویشل شي چې ده پرې ډزې وکړلې او وې وژل.

څارنوالانو د لاس انجلس د ښار په یوې فدرالي محکمې په عریضه کې غوښتلي دي چې د هغه د بیمې پیسې دېد حکومت لخوا ضبط شي ځکه چې دغه پیسې د تروریزم د یوه فدرالي جرم پر اساس تر لاسه شویدي.

د امریکا د قوانینو له مخې که چیرته د پیسو په معاملې کې کوم تروریستي عمل موجود وي، حکومت حق لري چې دغه پیسې ضبط کړي.

د څارنوالانو په عریضه کې سید رضوان فاروق د ژوند د دوه بیمو ذکر شوی. یوه یې پنځه ویشت زره امریکایي ډالره ده او د هماغې حکومتې ادارې لخوا ده چې هغه پکې کار کاوه. یوه بله بیا د هغه شخصي د ژوند بیمه ده.

په دواړو بیمو کې ویل شویدي چې د فاروق د مرګ نه وروسته دې ټولې پیسې د هغه مور رافعه ته ورکړل شې.

د امریکا یوې څارنوالې ایلین ډیکر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " تروریستانو ته باید دا اجازه ورنکړل شي چې د خپلو جرمونو له لارې چا ته ګټه ورسوي. "

څارنواله ډیکر وایي چې دفتر یې ټولې هغه قانونې لارې چارې لټوي چې دا یقني کړي چې دغه پیسې د سن برنادینو د تروریستي پیښو قربانیانو ته ورکړل شي.

سید رضوان فاروق او میرمنې یې تشفین ملک پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې څوارلس کسان ووژل او یوویشت نور یې ژوبل کړل. فاروق دغه کسان په هماغه دفتر کې ووژل چې ده پکې کار کاوه. وروسته بیا هغوي هم د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شول.څارنوالان همدارنګه وایي چې سید رضوان فاروق د ژوند یوه بیمه په 2012 او بله په 2013م کال کې اخیستې وه او د دې نه معلومیږي چې هغه د تروریستي عمل پلان درلود.

XS
SM
MD
LG