د لاس رسي وړ اتصالات

افسانوي اتل محمد علي مړ شو


Scena na mestu opustošenog hotela u Panama City Beach. Florida 10.10.2018.
Scena na mestu opustošenog hotela u Panama City Beach. Florida 10.10.2018.

محمد علي له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پرکنسون په تکلیف اخته و. هغه د پنجشنبې په ورځ د سالنډۍ له کبله د امریکا د اریزونا د فونکس ښار په یو روغتون کې بستر شوی وی.

ډاکټران وايي ښاغلي علي ته دغه تکلیف د هغو درندو سوکانو له کبله پېدا شوی و، چې هغه د سیالیو او تمرینونو پر مهال خوړلي دي.

محمد علي کلي د خپلې میرمنې لیوني علي او ښينې مریلین ویلیمیز تر منځ ولاړ دی
محمد علي کلي د خپلې میرمنې لیوني علي او ښينې مریلین ویلیمیز تر منځ ولاړ دی

دغه مسلمان امریکايي سوک وهونکي د سوک وهنې د ډېر وزن سیالیو نړیوالې اتلولۍ ګټلې وې او د سپورټ یوې مشهورې مجلې هغه د شلمې پېړۍ ورزشکار ونوموه.

هغه په سوک وهنې کې ډېر چټک او ګړندی و، د هغه دا خبره ډېره مشهوره وه " زه د شهپرک په څېر الوزم خو د غومبسي په څېر چیچل کوم. "

محمد علي د ۱۹۷۴ کال کي د فلپین په منیلا کې خپل سیال جو فریزر ته ماتې ورکړې وه
محمد علي د ۱۹۷۴ کال کي د فلپین په منیلا کې خپل سیال جو فریزر ته ماتې ورکړې وه

د محمد علي پلار د امریکا په کنټکي ښار کې رنګمال و او نوموړي له هغه وروسته سوک زده کول پيل کړل، چې ګاوڼدیو هلکانو یې بایسکل پټ کړ.

ښاغلي علي، په ۱۹۷۴ کال کې سوني لسټن ته ماتې ورکړه او د نړۍ د سوک وهنې لومړنۍ اتلولي یې وګټله.

د محمد علي لور لیلا علي د ۲۰۱۵ په جون کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله
د محمد علي لور لیلا علي د ۲۰۱۵ په جون کې په خپل وزن کې د سوک وهلو اتلولي وګټله

د هغه مخکنی نوم کاشیس کلی و چې له همدې نړیوالې اتلولۍ ورسته مسلمان او نوم یې هم محمد علي شو.

د واشنګټن پوست د ورزش او لوبو کالم لیکونکی، میک وایس، وایي محمد علي د خبرو او سوک سړی و " هغه په امریکا کې لومړنی سوک وهونکی و، چې یوه خبره به یې وکړه او بیا به یې په ثبوت هم رسوه."

د امریکا مخکني ولسمشر جورج بش په ۲۰۰۵ محمدعلي ته د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال ورکړ
د امریکا مخکني ولسمشر جورج بش په ۲۰۰۵ محمدعلي ته د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال ورکړ

محمد علي په دې وروستیو کې د سالنډۍ په تکلیف اخته کسانو ته پېسې ټولولې. هغه په وروستی ځل د همدې کال د ۲۰۱۵ اپریل په میاشت کې په فونیکس کې د سیالیو لیدلو ته ورغلی و.

محمد علي به ویل چې د سترګو په رپ کې الوزي او د غومبسي په څېء خپل حریف چیچي
محمد علي به ویل چې د سترګو په رپ کې الوزي او د غومبسي په څېء خپل حریف چیچي

نوموړي، په دې وروستیو کلونو کې عامو غونډو او سیالیو ته ډېر تګ راتګ نه کاوه او خبرې یې هم ډېرې کمې کولې. هغه د همدې تکلیف له کبله څو وارې په روغتون کې بستر شوی هم و.

محمد علي د ۱۹۶۴ کال د اتلولۍ له ګټلو وروسته مسلمان شو
محمد علي د ۱۹۶۴ کال د اتلولۍ له ګټلو وروسته مسلمان شو

د علي د جنازې مراسم به د کنټکي په لویسویلي کې کیږي. هغه څلور وارې ودونه کړي وو او نهه اولادونه لري.

XS
SM
MD
LG