د لاس رسي وړ اتصالات

روژې لپاره امريکا ميشتو مسلمانانو تيارې

  • نوشابه آشنا

د امريکې په وير جينيا ايالت کې د قرآن انستيتوت مشر حافظ سميع الله ساپی اشنا راډيو ته وويل :

د نورو اسلامي هيوادونو وگړو په څير امريکا ميشتي مسلمانان هم ديني ازادی لري .

همدې اصل ته په کتو د روژې مبارکې مياشت لپاره په هر جومات کې ځانگړي ترتيبات نيول کيږي .

ساپی زياته کړه : ورځ تربلی په امريکا کې د مسلمانانو شمير زياتيږي چې ورسره نوی جوماتونو او دينې مرکزونه هم جوړيږي ، مسلمانان په ډيرې آزادۍ ، اسانۍ او پرته له تکليف څخه خپل دين عملی کوي ، د امريکا ښايست د مذهبونو په ازادۍ کې دی.

حافظ سميع الله ساپی اشنا راډيو له همکاری نوشابې اشنا سره مرکه کړې او د روژې مياشتې د تياريوپه هکله ورسره غږيدلې .

ښاغلی ساپې خپلې خبرې مسلمانانو ته د امريکا د حکومت له خوا د دینی آزادۍ ورکو لو څخه د خوښۍ په څرگندولو پيل کړی.

بشپړه مرکه يې دلته اوريدلائ شئ:

XS
SM
MD
LG