د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې په یو داخلي برید کې لس سرتېري ووژل شول


.
.

د اروزګان لوړ پوړي امنیتي مقامات پدې باب له جزیاتو ورکولو څخه ډډه کوي خو پېښه تائیده وي، چې یوه داخلي برید کې د ملي اوردو لس سرتیري د خپلو نورو همکارانو له لوري وژل شوي .

پېښه تیره شپه د دهراود ولسوالۍ په انارجوۍ سیمه کې د ملي اوردو په یوه پوسته کې دننه رامنځ ته شوې .تر پېښي وروسته ۱۸ تنه د ملي اوردو نور سرتیري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي .

په اروزګان ولایت کې د ملي اوردو دلوا یوه مقام تورن عثمان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي د وژل شویو ۱۰ تنو سرتیرو جسدونه اوس هم په سیمه کې دي .

نوموړي زیاته کړه چي له وسله والو طالبانو سره یو ځای شویو ۱۸ کسان د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکي دي .

د پېښي د رامنځ ته کیدو د عواملو په اړه تر اوسه پوري بشپړه جزیات ندي په ډاګه شوي خو تورن عثمان نیوکه وکړه چي له پرلپسې دندي څخه ځيني سرتیري ستړي شوي او د هغوی پر سر موظف مسئولین يې د ستونزو حل ته ځان نه رسوي .

وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی
وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی

تورن عثمان وويل چي ځيني سرتیري د ناسم مدیریت او پرلپسې ستونزو څخه ستړي شوي او ممکن د دهراود ولسوالۍ د تیري شپې پېښه هم له دې ستونزو سره ارتباط ولري .

تورن عثمان وايي: په زور هیڅوک د اوردو یو سرتیری هم نشي تسلیمولای ، خو سرتیری چي مهمات ونلري ، ډوډی ونلري ، ټپي يې په ورځو ورځو پروت وي او د وژل شویو سرتیرو جسدونه په اونیو پراته وي او څوک يې ستونزي ته وغوږ ونه نیسي نو داسي ستونزي خو به طبعي ده چي داسې پیښې کیږي .

د هراود ولسوالۍ امنیه قومندان شاه محمد شاه یوازي د پېښي تائید کوی او د جزیاتو له ور کړي څخه يې ډډه وکړه .

تر دې مخکې د پوليسو په منځ کې د داخلي بریدونو پېښي څو ځله رامنځ ته شوي خو د اوردو په لیکو کې دا د خپل ډول لمړنۍ پېښه ده .

وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته يې په لیږلي تلیفوني پیغام کي ويلي چي تر جګړې وروسته يې د ملي اوردو سرتیرو ته مرګ درنه مرګ ژوبله اړه ولې خو دايې ندي ويلي چي د داخلي برید ترسره کونکي له دوی سره یو ځای شوي او که څنګه ؟

XS
SM
MD
LG