ښاغلی ارباب وايي د دغه کار هدف یې د تشدد، تعصب، جنګ او کرکې پر ضد د محمد علي مبارزې ته درناوی دی.
حمد الله ارباب وايي هڅه کوي دغه انځور د ښاغلي علي کورنۍ ته وسپاري او وویل چې ډېر ژر به په افغانستان کې د محمد علي د انځورونو یو نندارتون هم جوړ کړي.
محمد علي، جمعې په ورځ ناوخته مړ شو، هغه د خپل وخت نړیوال اتل او په امریکا کې یوه بېسارې څېره بلل کیږي.
ښاغلي ارباب د امریکا غږ اشنا ته وویل "د هغه څه پر ضد چې محمد علي مبارزه کوله، افغانان هم ورسره لاس او ګریوان دي".
له ښاغلي ارباب سره د جعفر هاند پوره مرکه دلته واورئ: