د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ واېي اوباما د اسلامي سختدرېځۍ ټکې نه کاروي


اورلنډو
اورلنډو

د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د جمهوري غوښتونکو د گوند کاندید ډانلډ ټرمپ د اورلنډو د برید نه ورسته سمدستي وویل چې په دغې حملې کې سخت دریځه مسلمانان ککړ دي. له بلې خوا د دیموکرات کاندیدې هلري کلنټن په دغې حملې کې د کومي ډلی د ککړتیا په هکله څه نه دي ویئلي.

د امریکا ولسمشر اوباما پرون د یکشنې په ورځ ملت ته د اورلنډو د حملې په هکله وینا وکړه، د هغه د وینا نه ورسته ډانلډ ټرمپ په اوباما په دی وجه سخته نیوکه وکړه چې د اسلامي دولت او نورې ترهگرې ډلې د اسلام د دین استاځي نه گڼي. هغه په خپل ټوئټر کې لیکلي دي چې ایا اوس به اوباما د سخت دریځه اسلام الفاظ استمعال کړي او کنه؟ که چیرې اوس هم هغه د سخت دریځه اسلام ټکې استعمال نه کړي نو پکار ده چې د خپلې دندې نه استعفی وکړي.

ټرمپ په خپل ورستي ټویټ کې لیکلي دي چې حمله کونکي د برید نه مخکې د الله اکبر نعره وکړه. امریکایي چارواکو لا په دی هکله څه نه دي ویئلي.

د امریکا د کانگرس او د استخباراتي کمیټې غړي ایډم شیف ویئلي دي چې ځايي چارواکي وایی چې حمله کونکي عمر متین د اسلامي دولت د ډلې سره وفاداري اعلان کړي وه.

متین د حملې نه شل دقیقې وړاندي د بیړنۍ مرستو شمیرې ناین ون ون ته ټلفون کړې وو او هغوي ته ي ویلي وو چې د اسلامي دولت د ډلې سره خپله وفاداري اعلانوي.

XS
SM
MD
LG