د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ته د کال پنځه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه


د امریکا متحده ایالاتو د خپلو نړیوالو متحدینو نه غوښتي دي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تمویل کې دې ورسره همکاري وکړي. امریکا او متحدین یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره هر کال پنځه میلیارده ډالر مرسته کوي.

د امریکا د پوځ یو جګپوړي پوځي قوماندان تورن جنرال سکیپ ډیوس په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ٢٠٢٠ میلادي کال پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تمویل کې امریکا د خپلو متحدینو همکاري غواړي.

جنرال ډیوس وایي " د متحدینو د دفاع وزیران پدې موافق دي چې د افغانستان سره مرستې باید دوام ولري." جنرال ډیوس وړاندې وایي چې د ناټو د غړیو هیوادونو امنیتي چارواکي پدې پوهیږي چې په افغانستان او سیمه کې افراطي ډلې د هغوي هیوادونو ته خطر دي.

د ناټو د غړیو هیوادونو مشران را راوانه میاشت د پولينډ د وارسا په ښار کې غونډه کوي او د افغانستان د حکومت سره د ملاتړ او همکارۍ پر سر خبرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د لګښت درې عشاریه پنځه میلیارده ډالر د امریکا متحده ایالات ورکوي
د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د لګښت درې عشاریه پنځه میلیارده ډالر د امریکا متحده ایالات ورکوي

د ناټو د مشرانو په تیرې غونډې کې چې په ٢٠١٢ کې شوې وه، دا پریکړه پکې شوې وه چې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د تدریجي وتلو په خاطر به د هغه هیواد سره ورو ورو مالي مرستې هم کموي خو جنرال ډیوس وایي چې اوس " په افغانستان کې د ٢٠١٢ او ٢٠١۴ وضعیت ندی"

د اوسني پلان له مخې، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د لګښت درې عشاریه پنځه میلیارده ډالر د امریکا متحده ایالات ورکوي، یو ملیون یې نور هیوادونه او د څلور سوه ملیونو نه زیات پخپله د افغانستان حکومت برابروي.

خو جنرال ډیوس وایي چې د افغانستان برخه به په راتلونکې کې زیاته شي.

پوځي قوماندانان وایي چې دا مرستې به په همدې شکل لږ تر لږه د څلورو نورو کالونو پورې روانې وې. د دغو مرستو هدف د افغانستان د شاو خوا درې لکه او دوه پنځوس زرو سرتیرو او پولیسو تمویل او ساتنه ده.

جنرال ډیوس وایي چې " اوس مهال افغانستان درې لکه او شل زره پولیس او اردو لري."

د امریکا د پوځ دغه جنرال د افغانستان د امنیتي ځواکونو زړه ورتیا ستایي او وایي چې د جګړې په ډګر او رهبرۍ برخې کې یې زیات پرمختګ کړی، خو وړاندې وایي چې د تیر کال جګړو ته په پام سره سړی دا ویلی شي چې هغوي لا هم ځیني ستونزي لري.

جنرال سکیپ ډیوس وایي " طالبانو وښوده چې هغوي زمونږ د توقع نه زیات مقاومت وکړ او ډیر لږ احتمال شته چې هغوي به د روغې جوړې خبرو ته حاضر شي."

XS
SM
MD
LG